ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانيو ارزښت او د تېلو، اوبلن ګازو، غوړيو او سرو زرو بيې راټيټې شوې

د افغانيو ارزښت او د تېلو، اوبلن ګازو، غوړيو او سرو زرو بيې راټيټې شوې

author avatar
20 Nov 2014 - 20:15
د افغانيو ارزښت او د تېلو، اوبلن ګازو، غوړيو او سرو زرو بيې راټيټې شوې
author avatar
20 Nov 2014 - 20:15

کابل (پژواک ٢٩ لړم ٩٣): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د افغانيو د ارزښت تر څنګ د تېلو، اوبلن ګازو، غوړيو او سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليټر پټرول تېلو بيه له ٦١ افغانۍ څخه ٥٨ افغانۍ او د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه له ٥٨ افغانۍ څخه ٥٦ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د کابل د تايمني د پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمد شريف هم وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه له ٧٠ افغانۍ څخه ٦٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

هغه وايي، چې په نړيوال بازار کې د ګازو او تېلو د بيو په راټيټېدو سره په هېواد کې هم د يادو توکو بيې راټيې شوې دي.

خو د تېرې پنجشنبې په پرتله د سون توکو په بيې کې کوم بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي خان محمد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٧٠٠٠ افغانۍ او يو خروار ارچه لرګي په ٦٥٠٠ افغانۍ پلوري.

د لومړيو خوراکي توکو له ډلې، غوړي يو څه راټيټ شوي دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې د غوړيو د ډېرو وارداتو له امله نن د تېرې اونۍ په پرتله د پنځه ليټره مومن غوړيو بيه له ٣٦٠ افغانۍ څخه ٣٥٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

خو د هغه په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٣٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره ١٧٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو ګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى په ١٨٠ افغانۍ دى.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه دوکاندار خانعلي وويل، چې نن د پنځوس کيلو اوړو پرچون پلور بيه ١٤٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٩٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځوس ليټره مومن غوړي ٤٤٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٨٠ افغانۍ دى.

خو د سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٠٠٠ څخه ١٩٨٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٦٥٠ افغانۍ څخه ١٦٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د کابل د شهزاده سراى د يوه صراف د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٨،١٠ افغانۍ او د زرو کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٦٧ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٩٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦١ افغانۍ و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.