ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ١٢٠زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د هلمند ١٢٠زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي

author avatar
20 Nov 2014 - 16:03
د هلمند ١٢٠زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي
author avatar
20 Nov 2014 - 16:03

لښګرګاه (پژواک، ۲٩ لړم ۹۳): په هلمند ولايت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې اقتصادي ستونزې او د کورنيو بنسټونو نه پاملرنې د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کړي دي.

د دغه ولايت د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر بلال احمد صديقي د ماشومانو د نړيوالې ورځ پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس هم د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کېږي.

هغه زياته کړه چې په هلمند ولايت کې ١٢٠زره ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.

دى وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې د نا امنيو له امله د دغه ولايت ٤٥ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د صديقي د معلوماتو له مخې، په هلمند کې شپږ سوه ماشومان په درنو کارونو بوخت، له زده کړو او خپلو نورو حقونو بې برخې دي.

د هلمند د بشري حقونو د دفتر رييس وويل چې د ماشومانو د حقونو تر پښو لاندې کولو لاملونه بېوزلي، د کورنيو د مشرانو نه پاملرنه، د قانون نه حاکميت، يتيموالى او د هغو بنسټونو بې پروايي ده چې د ماشومانو د خونديتوب مسووليت پر غاړه لري.

د هغه په وينا، دغه راز د کوکنارو په کښت او قاچاق کې هم ډېری ماشومان بوخت دي. په سيمه کې د عامه پوهاوي نشتوالی او نا امني هم د دې لامل شوي چې ماشومان له خپلو حقونو بې برخې شي.

ده زياته کړه چې د نورو کلونو په خلاف يې سږ کال د ماشومانو نړيواله ورځ په هلمند کې د هغوی د کار په ځای مستري خانو کې ولمانځله او پر ۳۲۰ ماشومانو يې د ښوونځي لپاره بستې او قرطاسيه ووېشل.

د هلمند يوه قومي مشر او ديني عالم حاجي محمدقاسم جعفري وايي چې د ماشومانو په حق کې زياتی کېږي، تر دې مخکې چې هغوی د کار او ګټې توان پيدا کړي کورنۍ يې په کارونو پسې لېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه کار نه يواځې له قانونه سرغړونه ده، بلکې د شريعت له مخې هم پر ماشومانو د درنو کارونو حق نشته.

ده له دولته غوښتنه وکړه چې يادې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي او د ماشومانو حقونه خوندي کړي.

د لښکرګاه ښار د عظمي ورکشاپ په انګړ کې د مطيع الله په نوم يوه ماشوم چې اته کاله عمر لري او له مستري سره شاګرد دى، پژواک ته وويل چې ښوونځي ته هم ځي، خو پس له وخت د يوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره دلته کار کوي.

دى وايي چې د کورنۍ اقتصاد يې خراب دى؛ ځکه له مستري سره شاګرد شوى دى.

د عمرګل په نوم يوه بل ماشوم هم پژواک ته وويل چې کورنۍ يې ۲۵ غړي لري او که چېرې دا ډول شاقه کارونه ونه کړي، نو له ستونزو سره مخ کېږي.

دى وايي، مشران يې هم کار نه لري، کله ورته مزدوري پيدا شي کله نه، که چېرې خلکو ته د کار زمينه برابره شي، نو دوى به ښوونځيو ته ولاړ شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.