ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې چارواکي: هسکه مېنه کې زده کوونکي نه دي برمته شوي

د پوهنې چارواکي: هسکه مېنه کې زده کوونکي نه دي برمته شوي

author avatar
20 Nov 2014 - 11:25
د پوهنې چارواکي: هسکه مېنه کې زده کوونکي نه دي برمته شوي
author avatar
20 Nov 2014 - 11:25

جلال اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): د ننګرهار د پوهنې رياست هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو لسګونه زده کوونکي برمته کړي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې دا موضوع تر بحث لاندې وه چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وسله والو د ښوونځيو زده کوونکي برمته کړي او درانه کارونه پرې کوي.

خو د ننګرهار د پوهنې رياست دغه خبرونه په کلکه ردوي.

د پوهنې رياست وياند محمدا صف شينواري د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا خبرونه حقيقت نه لري.

دى وايي، د دې ولسوالۍ کوم ښوونځي چې د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوي وو، پرون بېرته پرانيستل شول او اوس ټول ښوونځي فعال او زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

د يادونې ده ، هغه وسله وال چې ښوونځي يې تړلي وو، د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

شينواري وويل چې څه موده مخکې وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ ١٦٠ اوسېدونکي له دې امله برمته کړي وو چې ګواکې خپلوان يې په ملي ځواکونو کې دندې لري.

هغه زياته کړه چې دا د سيمې عام خلک وو، خو زده کوونکي په کې نه وو.

د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو دغه کسان د يو څه مودې لپاره له ځان سره ساتلي وو او قاچاقي لاره يې پرې جوړه کړې وه.

د هسکې مېنې ولسوالۍ يوې دولتي سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي برمته کړي وو، خو زده کوونکي په کې نه وو.

سرچينې زياته کړه چې دغه کسان اوس خوشي شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.