ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د ښوونکو د روزنې مرکز استادان  له خپل رييسه شکايت کوي

د پکتيا د ښوونکو د روزنې مرکز استادان له خپل رييسه شکايت کوي

author avatar
20 Nov 2014 - 14:15
د پکتيا د ښوونکو د روزنې مرکز استادان  له خپل رييسه شکايت کوي
author avatar
20 Nov 2014 - 14:15

ګردېز (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): د پکتيا ولايت د ښوونکو د روزنې مرکز لسګونه ښوونکي د رييس د ناسم چلند له امله پر کاري اعتصاب لاس پورې کړى دى.

دغه ښوونکي چې شمېر يې پنځه ويشتو ته رسېږي له يوې اوونۍ راهيسې درسي اعتصاب کړی او وايي چې څو د دوی ستونزې حل شوې نه وي خپلو دندو ته به حاضر نه شي.

د يادې ادارې يوه ښوونکي صفت الله د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ادارې رييس عطامحمد قانع له ښوونکو سره ناسم چلند کوي .

نوموړی وايي چې عطامحمد قانع له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي او په رياست کې خپلوي پالي.

صفت الله وايي، د دې ادارې له رييس سره د پوهنې وزارت يو شمېر کارکوونکي په غلا او فساد کې ګډ دي او د هغوى له لارې ښوونکو ته اخطارونه ورکوي او بېلابېلې ستونزې ورته جوړوي.

د ده په خبره، که چېرې وزارت او ځايي ادارې د دوی غوښتنو ته ځواب ونه وايي نو په اعتراضيه غونډو او لاريونونو به لاس پورې کړي.

د پکتيا د ښوونکو د روزنې مرکز يو بل ښوونکی عبدالغفور جهيد افغان د يادو ستونزو تر څنګ وايي چې ياد رييس د ښوونکو تر منځ د قانوني امتيازونو انډول نه ساتي، په دې ډول کارونو کې ملګرتيا پالي او د ځان په ګټه يې کاروي.

دی وايي هغه سيمينارونه او د ماسټرۍ چانسونه چې د ښوونکو لپاره برابرېږي هغه څوک ټاکل کېږي چې له رييس سره نږدې اړيکې لري.

جهيد افغان دا هم وايي چې د پوهنې په وزارت کې د ځينو کسانو له خوا چې يو بانډ يې جوړ کړی د دوی ښوونکي ملګري ګواښل کېږي او ستونزې ورته جوړوي.

د ده په خبره چې اوس مهال ښوونکي بې برخليکه ګرځي چې بايد وزارت يې دغه موضوع ژر تر ژره ور حل کړي .

خو له بلې خوا د پکتيا د ښوونکو د روزنې مرکز رييس عطامحمد قانع د ښوونکو دغه ادعاوې ردوي او وايي چې نه يې له چا سره تعصب کړی او نه يې هم له دندې ناوړه ګټه اخيستې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې يواځې يې په کارونو کې جديت غوره کړی، هغه هم د ادارې د پرمختګ لپاره چې له قانوني لارو چارو يې ګته اخيستې ده.

دی وايي چې د وزارت له کارکوونکو سره داسې اړيکې نه لري چې د يو چا په ګواښلو او لرې کولو کې ترې کار واخلي که بيا هم څوک ادعا لري نو ثبوت دې وړاندې کړي.

قانع وايي چې دغه کسان د ګوتو په شمېر دي او د ادارې تر جديت لاندې راغلي دي.

د پکتيا د ښوونکو د روزنې عالي موسسه اوس مهال په مرکز او لسو ولسواليو کې څانګې لري چې سلګونه ښوونکي په شپږو برخو کې روزي.

په دغه مرکز کې ۱۲۰ ښوونکي دندې لري چې ۷ يې ماسټران او نور ليسانسه دي

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.