ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرتاج عزیز حنیف اتمر ته د خپلو خبرو سپیناوی وکړ

سرتاج عزیز حنیف اتمر ته د خپلو خبرو سپیناوی وکړ

author avatar
20 Nov 2014 - 18:22
سرتاج عزیز حنیف اتمر ته د خپلو خبرو سپیناوی وکړ
author avatar
20 Nov 2014 - 18:22

کابل ( پژواک، ۲۹ لړم ۹۳ ) : د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د طالبانو په اړه د خپل خبرو سپیناوی وکړ.

سرتاج عزیز څ ورځې مخکې بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې دوی د هغو طالبانو پر ضد عملیات کوي، چې ددوی پر ضد دي، خو افغان طالبان ددوی ضد نه دي، ځکه یې دوی دښمني نه اخلي.

خو وروستو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړه، چې د سرتاج عزیز خبرې سمې نه دي خپرې شوې او هغه داسې څرګندونې نه دي کړي.

په کابل کې د پاکستان دسفارت مطبوعاتي دفتر لخوا دلړم په ۲۹مه پژواک خبري اژانس  ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې سرتاج عزیز نن دافغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې سرتاج عزیز ددې اړیکې پر مهال بي بي سي سره  د خپلې مرکه په اړه سپیناوی وکړ او په ډاګه یې کړه چې غواړي له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې له نږدې کار وکړي.

 هغه زیاته کړې چې په یاده مرکه کې یې د پخوانیو وختونو د تګلارې په اړه څرګندونې کړې او دا چې اوسمهال پاکستان دا ډول دریځ نه لري، بلکې د ټولو وسلوالو پر ضد یو ډول عملیات ترسره کوي.

ده ویلي : (( د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دریځ څرګند دی،  د وسلوالو او ترهګرو پر ضد د ضرب غضب په نامه چې کوم عملیات پیل شوي دي، هغه د ټولو پر ضد عملي کیږي.))

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار یو ځل بیا د هغې ژمنې تکرار کړی، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر تیره اونۍ کړې وه، چې خپله خاوره به دیوه بل هیواد پر ضد نه کاروي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې له نږدې او په ګډه کار وکړي،څو  لازم پرمختګونه ترلاسه او د اوږود مهاله همکاریو تړون ته زمینه برابره شي.

بلخوا دافغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ددې اړیکې پخلی شوی  دی.

سرچینې زیاته کړې ددې اړیکې پر مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر له سرتاج عزیز سره په دغه ټیلیفوني اړیکه کې  په خپل وار وویل : (( موږ دا حالت په مطلقه توګه درک کوو، او د دغو ټکو وضاحت او څرګندونه زموږ د ډاد وړ ګرځي.))

 اتمر وویل: ((موږ په خپلو ژمنو باندې په کلکه ولاړ یو. اوس چې د داوړو هېوادونو په اړیکو کې د همکارۍ یو نوی فصل پرانیستل شوی دی او تمه مو دا ده چې د ګډو هڅو له لارې وکولای شو خپل ملتونه د جګړې، بې ثباتۍ او د موجودو ننګونو له شر څخه خلاص او سیمې ته سوله ور په برخه کړو.))

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري کانفرانس کې اسلام اباد ته د ولسمشر اشرف غني سفر بریالی بللی دی.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.