ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې په يوه ټرافيکې پېښه کې شپږ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي

فارياب کې په يوه ټرافيکې پېښه کې شپږ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي

author avatar
20 Nov 2014 - 20:10
فارياب کې په يوه ټرافيکې پېښه کې شپږ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي
author avatar
20 Nov 2014 - 20:10

مېمنه (پژواک ٢٩ لړم ٩٣): په فارياب کې د دريو بېلابېلو ټرافيکي پېښو د رامنځته کېدو له امله د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د دغه ولايت د ملي امنيت د مرستيال په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.

د فارياب د ټرافيکو چارواکي وايي، چې لومړۍ پېښه د ميمنې-المار د امنيتي کمربند لويديځ لوري ته په پنځه کيلومټرۍ کې رامنځته شوې، چې له امله يې د يوه درې کلن ماشوم او يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړى او د يوې بلې ښځې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.

د فارياب د ټرافيکو مديريت د پېښو امر دويم څارن جان اغا وويل، يو سراچه موټر چې له ميمنې ښار څخه د غورماچ ولسوالۍ ته روان و، د قوشکم په سيمه کې د سړک د غاړې له اوسپنې سره ټکر شوى دى.

نوموړي د يادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې پامي په ګوته کړه او زياته يې کړه، چې د ډېر ګړنديتوب له امله يې د موټر کنټرول له لاسه ورکړى دى.

جان اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پېښې ټول قربانيان د غورماچ ولسوالۍ د کلاولي سيمې اوسېدونکي دي.

د ميمنې ښار د افغان-ترک روغتون يوه ډاکټر وويل، چې دغه روغتون ته د يوه درې کلن ماشوم او يوې ښځې په ګډون د څلورو کسانو مړي او د يوې بلې مېرمن په ګډون دوه ټپيان راوړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د ښځې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د پېښې د قربانيانو يوه خپل وويل، چې مړه شوي کسان د حاجي نوخان او حاجي فيض محمد د کورنيو غړي دي، چې په پخپله هم په دغه موټر کې سپور و. د هغه په وينا، موټر حاجي فيض محمد چلاوه او هغه هم په دغه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

پر دې سربېره پرون ورځ په دغه ولايت کې دوه نورې ټرافيکي پېښې هم شوې، چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او د فارياب د ملي امنيت د رياست مرستيال پکې ټپي شوى دى.

په لومړۍ پېښه کې د ميمنې ښار د پوهنتون له سرک سره يو ماشوم ژوند له لاسه ورکړى او په دويمه پېښه کې د دغه ولايت د ملي امنيت رياست مرستيال جنرال سيد عبدالواسع موټر د خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې له يوې ريکشا سره ټکر شوى دى.

يوې دولتي سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې په دغه پېښه کې د ملي امنيت رياست مرستيال ټپي شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى، خو د ريکشې ډرېور ژوند له لاسه ورکړى دى.

يادې سرچينې زياته کړه، چې د ملي امنيت مرستيال د درملنې په موخه د مزارشريف روغتون ته لېږدول شوى دى.

د فارياب د ټرافيکو رياست د چارواکو په وينا، د روان کال له پيل راهيسې په دغه ولايت کې ٧٦ ټرافيکې پېښې رامنځته شوې دي.

د فارياب د ټرافيکو مديريت سرپرست دويم څارمن عبدالحکيم بختيار پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د تېرو ٨ مياشتو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د ټرافيکو پېښو له امله ١٢٠ کسان وژل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.