ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو فراه کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى

وسله والو فراه کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى

author avatar
20 Nov 2014 - 11:51
وسله والو فراه کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى
author avatar
20 Nov 2014 - 11:51

فراه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): وسله والو د فراه د مرکز اړوند په نوبهار سيمه کې د نجونو يو منځنى ښوونځى سوځولى دى.

نوبهار د فراه ښار لوېديځ ته شاوخوا ١٤ کيلومتره لرې پرته سيمه ده.

د فراه د والي وياند جواد افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سيمې ياد ښوونځى تېره ورځ شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو سوځولى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې ناسمې بولي او وايي چې ياد ښوونځى طالبانو نه دى سوځولى.

د فراه د پوهنې رييس محمدصابر فاروقي وايي، ياد ښوونځى، چې ٥٥٠ نجونو زده کړې په کې کولې، د څلورو وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا سوځول شوى دى.

دى د وسله والو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې هغوى (وسله والو) لومړى زده کوونکې له ټولګيو ايستلې وې او بيا يې د ښوونځي ودانۍ ته اور ورته کړى و.

فاروقي وايي چې د ښوونځي اداره، دوې درسي خونې او څلور خېمې چې زده کوونکو په کې زده کړې کولې، په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

د ده په وينا، وسله والو ښوونکو ته ويلي چې نور به دغه ښوونځى نه پرانيزي.

د نوبهار اوسېدونکى محمدنادر دغه عمل غندي او وايي چې وسله والو ښوونځي ته اور ورته کړ او تر يو نيم ساعت پورې په سيمه کې وو، خو امنيتي ځواکونه شاوخوا درې ساعته وروسته د پېښې ځاى ته ورغلل.

نا امنيو د نورو برخو تر څنګ د هېواد پوهنيز نظام هم له ستونزو سره مخ کړى دى.

د فراه د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ګواښونو له امله شل ښوونځي تړلي وو خو په دې وروستيو کې يې دوه د ګلستان په ولسوالۍ کې پرانيستل شوي دي.

له تېرې اوونۍ راهيسې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې شاوخوا ٢٣ ښوونځي او يو دارالمعلمين د وسله والو له لوري تړل شوي وو، خو تېره ورځ د حکومتي چارواکو او قومي مشرانو په ګډو هڅو بېرته پرانيستل شول.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ٣٠٠ ښوونځي تړل شوي چې ډېر يې د هېواد په سوېلي ولايتونو کې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.