ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ولايتي شورا له لوړې پرته خپل کارونه پيل کړل

د هرات ولايتي شورا له لوړې پرته خپل کارونه پيل کړل

author avatar
22 Nov 2014 - 17:37
د هرات ولايتي شورا له لوړې پرته خپل کارونه پيل کړل
author avatar
22 Nov 2014 - 17:37

هرات ښار ( پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېته ٩٣ ) : د هرات ولايتي شورا غړو که څه هم تراوسه د لوړې مراسم نه دي ترسره کړي، خو خپل کارونه يې په رسمي توګه پيل کړل.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي دليندۍ په لومړۍ نېټه، د ولايتي شورا د کار د پيل پر مهال خبريالانو ته وويل، چې د لوړې مراسم د هغو ستونزو له امله ځنډېدلي چې د معترضو کانديدانو له خوا رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د ولايتي شورا اداري پلاوى پخوا ټاکل شوى او نن يې په رسمي توګه خپل کارونه پيل کړل.

دى وايي چې د ولايتي شورا د معترضو کانديدانو عريضې د هرات څارنوالۍ ته لېږل شوي او هغوى به يې په اړه پرېکړه کوي.

وحيدي ددغو معترضو کانديدانو د هغه اقدام ستاينه وکړه، چې خپلې خېمې يې د ولايتي شورا له ودانۍ څخه لرې کړي او ډاډ يې ورکړ، چې د هغوى شکايتونه به وڅېړل شي.

د هرات د استيناف څارنوالۍ مشره ماريا بشير وايي چې د هرات د ټاکنو خپلواک کمېسيون له ځايي دفتر سره د معترضو کانديدانو د دوسيو په اړه يې خبرې پيل کړې دي.

نوموړې زياته کړې،د ولسمشر له خوا د ولايتي شوراګانو د معترضو کانديدانو دوسيې څارنوالۍ ته لېږل شوي او دوى به  ورته رسيدګي وکړي.

د هرات ولايتي شورا چې ١٩ غړي لري،د اداري پلاوي ټاکنې يې تېره اونۍ ترسره شوې چې کامران عليزى د ١٥ رايو په ترلاسه کولو سره رييس، توريالى طاهري مرستيال او مېرمن سکينه حسيني د منشي په توګه وټاکل شول.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.