ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال  بغلان کې ١٢ ښځې وژل شوي

سږکال بغلان کې ١٢ ښځې وژل شوي

author avatar
22 Nov 2014 - 13:41
سږکال  بغلان کې ١٢ ښځې وژل شوي
author avatar
22 Nov 2014 - 13:41

پلخمري (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): د ښځو چارو وزارت په بغلان ولايت کې د يوې تازه واده شوې نجلۍ وژنه په کلکه غندلې او له امنيتي ارګانونو غواړي چې د دغه جنايت عاملان ژر تر ژره ونيسي.

پوليس وايي چې دغه ١٧کلنه نجلۍ تېره شپه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په بابه نظر سيمه کې وژل شوې ده.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مېرمنې ٢٧ کلن خاوند خپله مېرمن په پړي زندۍ کړې او د هغې له ګاڼو (لاکټ، ګوتې، لاسبند، کړه او لاسبند) اخيستو وروسته تښتېدلى دى.

نوموړى د دې وژنې لامل کورنۍ ستونزې بولي او زياته يې کړه چې پوليسو د ناوې دوه خپلوان نيولي دي.

دغو نيول شوو دوو کسانو د نجلۍ او هلک د کوژدې پر مهال د دې ضمانت کړى و چې که چېرې له واده وروسته کومه ستونزه رامنځته کېږي، دوى يې ځواب وايي.

د ښځو چارو وزارت هم دغه نجلۍ د سُميه په نوم ياده کړې او وژنه يې په کلکه غندلې ده.

ياد وزارت همدارنګه له امنيتي ځواکونو غواړي چې د دغه جنايت عاملان دې ژر تر ژره پيدا او د قانون منګلو ته وسپاري.

د دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي: ((د سُميه له واده درې ورځې تېرې شوې وې، لا يې هم دواده جامې په تن  او لاسونه يې په وينو سره و چې د خپل خاوند ګلبدين له خوا ووژل شوه او ټولې ګاڼې يې هم له ځان سره يوړې.))

د ښځو چارو وزارت وايي چې د خپلو قانوني مکلفيتونو له مخې به دغه قضيه د بغلان د ښځو چارو رياست له خوا تعقيب کړي.

د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجې يقين دغه وژنه په کلکه وغندله او ويې ويل چې دغه نجلۍ له ياد هلک سره د واده کولو مخالفه وه، که چېرې يې د کوژدې پر مهال د زور ودونې مخه نيول شوې او يا هم دغه ستونزه د ښځو چارو وزارت، عدلي او قضايي ارګانونو له لارې حل شوې واى، اوس به نه وژل کېده.

مېرمن يقين زياتوي چې روان کال د ښځو چارو په رياست کې د تاوتريخوالي ٨٠ قضيې ثبت شوې چې ١٢ يې د نجونواو ښځو د وژنې دي.

پاتې نور تاوتريخوالي د زور ودونه، وهل ډبول، له کوره تېښته، د بدن د غړو سوځول او شونډې پرې کول دي.

د ښځو چارو رييسې له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې وژنې اصلي عامل ونيسي او مجازات يې کړي.

د ويلو ده چې د روان کال د تلې په مياشت کې ناقانونه وسله والو يوه ٢٦ کلنه مور د خپلې غېږې له ماشوم سره په بنو ولسوالۍ او يوه مياشت وړاندې بيا يوه ١٧ کلنه ښځه چې له يوه ٦٠ کلن سړي سره واده شوې وه، د بغلان د مرکز پلخمري په ډنډ غوري سيمه کې په خپل کور کې د خپل خاوند له خوا ووژل شوه.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.