کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ ٩٣): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړى استازى وايي چې د ګاونډيو هېوادونو همکاري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهمه ده.
د افغانستان ځانګړي استازي ظاهر طنين دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې پر مهال کړې دي.
په دې غونډه کې يوه مسوده د رايو په اتفاق منظوره شوه چې په کې د افغانستان پر امنيتي حالاتو اندېښنه ښودل شوې او د افغانستان د نوي حکومت هرکلى شوى دى.
په مسوده کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتل شوي چې يادو ترهګرو ډلو ته د خوندي ځايونو له ورکولو او اقتصادي همکاريو ډډه وکړي.
يادې غونډې ته په خپله وينا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي ظاهر طنين وويل چې په افغانستان کې د ټاکنو او د سياسي واک لېږد په برياليتوب سره ترسره شو، چې دا د افغانانو لپاره لويه لاسته راوړنه وه.
هغه د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو د يادې مسودې په حق کې د رايو له ورکولو مننه وکړه او ويې ويل چې په هېواد کې يې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره ټولو خواوو ته په کې حق ورکړل شوى دى.
د افغانستان ځانګړي استازي ويلي چې سيمه ييزې همکارۍ نه يواځې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره کليدي حيثيت لري، بلکې د سيمې د هېوادونو لپاره هم خوشحالي رامنځته کوي.
طنين وويل، د افغانستان حکومت د سيمې له هېوادونو او خپلو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو لرلو ته ژمن دى.
دى وايي تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني پاکستان ته تاريخي سفر درلود، د دغه سفر پر مهال تړونونه لاسليک او تعميري خبرې وشوې ، دا له لاسته راوړنو ډک سفر و.
هغه زياته کړه: ((له دغه سفر څخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو هيله مندي زياته شوه او د اوږودمهاله همکاريو لپاره يو بنسټ کېښودل شو.))
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن