ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له هلمند سره د مور او ميرې چلند کېږي”

“له هلمند سره د مور او ميرې چلند کېږي”

author avatar
22 Nov 2014 - 15:25
“له هلمند سره د مور او ميرې چلند کېږي”
author avatar
22 Nov 2014 - 15:25

کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): د هلمند د مدني ټولنې ځيني غړي او د پوهنتون استادان وايي چې له دغه ولايت سره د مور او ميرې چلند کېږي او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په کې همغږي او مديريت کمزورى دى.

د هېواد په سوېل کې پروت هلمند ولايت چې په تېره لسيزه کې د کوکنارو په کر، د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ په پراخو جګړو کې يې نوم درلود؛ اوس په کې وضعيت تر پخوا ښه شوى، خو مدني فعالان ورته د مرکزي حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

په همدې توګه د دغه ولايت د مدني ټولنې يو شمېر غړي او د پوهنتون استادان تېره اوونۍ د خپلو ستونزو لپاره د هېواد پلازمېنې کابل ته راغلي وو.

دوى په کابل کې د مدني ټولنو د همغږۍ په مرکز کې د يوې خبرې غوڼدې له لارې نوي حکومت ته خپلې غوښتنې ورسولې او له مرکزي حکومته يې وغوښتل چې وروسته له دې د امنيت، غورې حکومتولۍ، اقتصاد او ټولنيزې پراختيا په برخه کې دې دغه ولايت ته جدي پاملرنه وکړي.

د هلمند پوهنتون استاد او د دغه ولايتي د مدني ټولنو يوه فعال استاد نوراحمد ايمل د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د کوکنارو کر او طالب جګړه يو له بل سره نېغ په نېغه اړيکه لري.

هغه زياته کړه چې په هلمند کې مسلکي کدرونه پر کار نه دي ګومارل شوي، د ګڼو امنيتي ځواکونو پر شتون سربېره هم د هغوى ترمنځ همغږي نشته چې له امله يې د هلمند په شمالي ولسواليو کې ورځ تر بلې د جګړې لمن پراخېږي.

سرچينې په دې اړه زياته کړه: ((اداري فساد په هېواد کې يوه لويه غميزه ده چې لمن يې تر دې ولايت پورې هم رسېدلې، د ضوابطو پر ځاى د روابطو اصل حاکم دى چې له امله يې سيمه ييزه اداره کمزورې شوې او مرکزي حکومت هم له هلمند سره د مور او ميرې چلند کوي.))

ايمل وويل چې مرکزي حکومت بايد په دغه ولايت کې کار د کار اهل ته وسپاري، د مکافاتو او مجازاتو قانون پلى کړى، د وړتيا اصل دې رامنځته کړي او د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره دې د هلمند امنيتي وضعيت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

هغه په هلمند ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سيمه ييزې ادارې د هڅو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د يوه مدني فعال په توګه سخت خواشينى دى چې د کوکنارو شومې پديدې د هلمند نوم په نړيواله کچه بد کړى دى.

سرچينې زياته کړه: ((که چېرې د امنيتي ځواکونو تر منځ ښه همغږي رامنځه شي، ولس او مدني ټولنې ورسره همکارۍ ته چمتو دي او له دې لارې د نشه يي توکو مخه نيول کېدلى شي، که داسې نه وي نو دا ولايت به تل د نشه يي توکو د کرغېړنې پديدې ښکار وي.))

د دغه ولايت امنيتي مسوولين هم مني چې د وسله والو مخالفينو تر څنګ د نشه يي توکو قاچاقچيان په نا امنيو کې لاس لري.

امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وايي ډېر ژر به د پوليسو او ملي اردو له خوا د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شي، د طالبانو تر څنګ به هغه قاچاقبران هم په نښه کړي چې د دغه ولايت امنيت يې خراب کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.