کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): د سولې عالي شورا سلاکار وايي چې ولسمشر اشرف غني د صلاح الدين رباني استعفا ونه منله.
د سولي عالي شورا سلاکار محمد اسماعيل قاسميار هم د دې پخلى وکړ چې د سولې عالي شورا رييس غوښتنه کړې چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.
نوموړي د سولې عالي شورا د مشر د استعفا لامل د سولې د راتګ لپاره د لارې هوارول وبلل او زياته يې کړه چې ولسمشر اشرف غني، صلاح الدين رباني يو ملي او په دې پروسه کې يو اغېزناک شخص وباله او د هغه استعفا يې نه ده منلې.
ولسمشر دارنګه ويلي چې صلاح الدين رباني بايد د خپل پلار برهان الدين رباني د ارمانونو د پوره کولو لپاره په دې شورا کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د اسلامي جمعيت او سولې عالي شورا رييس استاد رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د تلې مياشتې په ٢٩مه، ماښام مهال د يوه ځانمرګي له خوا چې ظاهراً د سولې پيغام راوړونکى بلل کېده، د کابل ښار په وزيرمحمداکبرخان کې په خپل کور کې ووژل شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن