ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د افغان ځواکونو په جګړه ييز ځواک ډېرولو کې همکاري کوو

امريکا: د افغان ځواکونو په جګړه ييز ځواک ډېرولو کې همکاري کوو

author avatar
23 Nov 2014 - 11:52
امريکا: د افغان ځواکونو په جګړه ييز ځواک ډېرولو کې همکاري کوو
author avatar
23 Nov 2014 - 11:52

واشنګټن (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٣): امريکا وايي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د روزنې د ماموريت تر څنګ به يې ځواکونه په ځانګړو حالاتو کې د افغان ځواکونو په جګړه ييز توان ډېرولو کې همکاري وکړي.

تر دې مخکې پرون امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې ولسمشر بارک اوباما پر يوه داسې فرمان لاسليک کړى چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جنګي رول د يوه کال لپاره وغځول شو او دغه ځواکونه به په ٢٠١٥ کال کې هم عمليات ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا او ناټو ويلي وو چې دوى به تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې يواځې د روزنې ماموريت پر مخ بيايي او ټول عمليات به د افغان ملي ځواکونو له خوا او د هغوى په مشرۍ ترسره کېږي.

د ولسمشر بارک اوباما له خوا د لاسليک شوي امر له مخې امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې چې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم نېغ په نېغه په جګړه کې د ګډون او عملياتو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ياد امر له مخې به امريکايي جيټ او بې پيلوټه الوتکې د افغان او امريکايي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، دغه راز امريکايي ځواکونه د اړتيا پر مهال له افغان ځواکونو سره ګډ هم عمليات کولی شي.

په سپينه ماڼۍ کې د امريکا يوه لوړپوړي دولتي چارواکي د لېندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د نوي فرمان موخه دا ده چې امريکايي ځواکونه تر ٢٠١٤ کال وروسته په ځانګړو جګړه ييزو حالاتو کې د افغان ملي ځواکونو مرستې ته وردانګي.

سرچينې زياته کړې چې دغه ډول مرسته د دې لپاره کېږي، خو د افغانستان ملي ځواکونه د وسله والو له ستراتيژيکو بريدونو تر اغېز لاندې رانه شي.

سرچينې زياته کړې چې د ولسمشر بارک اوباما له نوي فرمان له مخې به امريکايي ځواکونه له ځانه د دفاع په موخه عمليات ترسره کولى شي .

د سپينې ماڼۍ ياد چارواکي ويلي: ((لکه چې په تېره مې مياشت کې ولسمشر اوباما اعلان کړى، د امريکا جګړه ييز ماموريت د ٢٠١٤ کال په پاى کې خلاصېږي او افغان حکومت به د خپل ټول هېواد امنيتي مسووليت پر غاړه اخلي.))

امريکايي چارواکي ويلي، د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې تر بشپړېدو وروسته به هم امريکايي ځواکونه هغه خلک په نښه کوي چې په جګړو کې ښکېل وي.

د سرچينې په وينا، د دې تر ‌څنګ به امريکا له افغان حکومت سره له نږدې کار کوي څو په دغه هېواد کې امنيت او ثبات رامنځته او روانه شخړه هواره شي.

هغه وايي، تر ٢٠١٤ کال وروسته د امريکا يو له مهمو ماموريتونو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د القاعدې د پاتې شونو له منځه وړل دي، تر څو دوى بيا ونه شي کولى چې امريکا ته ګواښ رامنځته کړي.

سرچينې زياته کړې، تر ياد کال وروسته به د امريکا دويم ماموريت دا وي چې د امريکا هغه لاسته راوړنې وساتلى شي چې په افغانستان کې يې ترلاسه کړي او له ناټو سره به يو ځاى د افغان ملي ځواکونو د روزنې او مشورې ماموريت ته ادامه ورکوي.

خو د سپينې ماڼۍ دغه چارواکي ويلي چې د روزنې د ماموريت تر څنګ به امريکايي ځواکونه په ځانګړو حالاتو کې د افغان ځواکونو په جګړه ييز توان زياتولو کې همکاري وکړي.

سرچينه وايي چې د امريکايي ځواکونو امنيت او خونديتوب د ولسمشر بارک اوباما په لومړيتوبونو کې دي او ځواکونه به له ځان او افغان ملي ځواکونو د دفاع حق ولري.

ټاکل شوې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې شاوخوا ١٢زره بهرني سرتېري پاتې شي، چې ٣٢٠٠ به يې د افغان ملي ځواکونو د روزنې او مشورې په ماموريت کې دنده ترسره کوي او پاتې نور امريکايي ځانګړي ځواکونه به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په عملياتو کې برخه اخلي.

امريکايي رسنيو ويلي چې د ولسمشر بارک اوباما له دغه نوي فرمان او امر څخه د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو او کانګرېس ته خبر ورکړل شوى دى.

د ولسمشر بارک اوباما د نوي فرمان په اړه د افغانستان د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزي پرون پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالو ځواکونو نوى ماموريت به د دوو امنيتي تړونونو په چوکاټ کې، چې يو له امريکا او بل ناټو سره شوى دى، پر مخ ولاړ شي.

د هغه په وينا، د همدغو تړونونو پر بنسټ به نړيوال ځواکونه، افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه ورکوي، مشوره به ورکوي او د دې تر څنګ به مرسته ورسره کوي.

سالارزى وايي: “په همدې خاطر موږ په درېيو برخو مشروع دفاع، له نړيوالې ترهګرۍ سره مبارزې او د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې د نړيوالو همکارانو پر ملاتړ حساب کوو.”

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.