غزني (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٣): د غزني ولايت په زنخان ولسوالۍ کې درې پوليس چې وروڼه وو، وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى .
د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ د لېندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوليسو پر پوسته بريد کړى دى.
د والي وياند وايي، په بريد کې درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى چې د درمنلې لپاره د غزني ولايت مرکز ته وړل شوى دى.
د غزني د ملکي روغتون نوکريوال ډاکتر نورالله پژواک ته وويل چې نن سهار ورته له يادې پېښې د پوليسو درې مړي او يو ټپي ور وړل شوي دي.
هغه وويل درې واړه وژل شوي پوليس وروڼه او د اندړو ولسوالۍ د ميرې سيمې اوسېدونکي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن