ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند ته قاچاق کېدونکي هيرويين ونيول شول

هند ته قاچاق کېدونکي هيرويين ونيول شول

author avatar
23 Nov 2014 - 14:25
هند ته قاچاق کېدونکي هيرويين ونيول شول
author avatar
23 Nov 2014 - 14:25

کندهار (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٣): د کندهار ولايت په هوايي ډګر کې دوه قاچاقبر چې غوښتل يې هندوستان ته هيرويين قاچاق کړي، د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لېندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نيولي دي.

هغه زياته کړه، نيول شوو ۱۲۵۰ ګرامه هيرويين په ځانګړو کپسولونو کې خپلو ګېډو ته تېر کړي وو او غوښتل يې هندوستان ته يې ولېږدوي.

دى وايي چې ياد کسان له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ونيول او اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د کندهار او کابل هوايي ډګرونو له لارې هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅه شوې، خو د پوليسو له خوا يې مخه نيول شوې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.