ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کامدېش کې بې پيلوټه بريد شپږ وسله وال وژلي

کامدېش کې بې پيلوټه بريد شپږ وسله وال وژلي

author avatar
23 Nov 2014 - 16:12
کامدېش کې بې پيلوټه بريد شپږ وسله وال وژلي
author avatar
23 Nov 2014 - 16:12

اسعداباد (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٣): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې په نورستان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې ٦ وسله وال وژل شوي دي.

په کونړ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن شېرين اغا د لړم په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن غرمه د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ د چينار خوړ په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په بريد کې شپږ وسله وال وژل شوي خو ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دى وايي چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات روان دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه بريد په داسې حال کې شوى چې پرون سلګونو وسله والو مخالفينو په کامدېش ولسوالۍ کې د ملي اردو پر بېلابېلو پوستو بريدونه کړي وو چې په ترڅ کې يې د ملي اردو دوه سرتېري او لس وسلوال مخالفين وژل شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.