ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مالي امکاناتو د نشتون له امله له نړيوالو سياليو پاتې شوم”

“د مالي امکاناتو د نشتون له امله له نړيوالو سياليو پاتې شوم”

author avatar
24 Nov 2014 - 16:33
“د مالي امکاناتو د نشتون له امله له نړيوالو سياليو پاتې شوم”
author avatar
24 Nov 2014 - 16:33

فراه(پژواک،٣ لېندۍ ۹۳): په افغانستان کې د کاراتې ملي اتل،په فراه ښار کې تېل پلوري او وايي،چې د اقتصادي ستونزو له امله د هنګري په نړيوالو لوبو کې له ګډون څخه پاتې شو.

دغه ٣١ کلن ځوان (عبدالرحمن عظيمي) په فراه کې د اشي هارا کاراتې د فدراسيون  مسوول دى او په دې لوبه کې د افغانستان د ملې لوبډلې غړيتوب هم لري.

دغه راز هغه له لسو کلونو  راهيسې په افغانستان کې د دې لوبې ملي اتل دی او په نړيواله کچه هم يې هېواد ته لاسته راوړنې لرلې دي.

د اشي هارا کاراتې دغه ملي اتل،د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه د فراه ښار د “نوي باغ” تر څنګ تېل پلوري.

هغه،پژواک خبري اژانس ته وويل:” لس کاله کېږي، چې د افغانستان د اشي هارا کاراتې د ملي ټيم غړيتوب لرم او په لسو ملي سياليو کې مې ګډون کړی او ۳۶ مبارزې مې ورکړې دي، چې په ۳۱ کې بريالی شوی يم او تل په ملي کچه په خپله رشته کې لومړی کس يم.”

دى وايي، چې د افغانستان په استازيتوب يې په درېيو نړيوالو سياليو کې هم ګدون کړی او په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې يې په ډنمارک کې د ۲۵ هېوادونو  په سياليو کې دويم مقام تر لاسه کړى دى.

هغه له اړوندو چارواکو ګيله لري او وايي، چې هېچا هم د هغه لاسته راوړنو ته پام، نه دى کړى.

د عظيمي په وينا، ده ته د افغانستان په استازيتوب په هنګري کې په نړيوالو لوبو کې چې همدا اوس  روانې دي، د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د مالي امکاناتو د نه لرلو له امله ترې بې برخې شو.

هغه وايي، چې په دې سياليو کې د ګډون لپاره دوه نيم زره امريکايي ډالرو ته اړتيا وه، خو  د بدني روزنې او سپورټ کمېټې ورنه کړل.

د هغه دڅرګندونو له مخې، له يوکال راهيسې له دې امله په فراه کې د لوبغاړو شمېر او له لوبو سره د ځوانانو لېوالتيا کمه شوې، ځکه چې اړوند چارواکي لوبغاړي نه تشويقوي او ملاتړ يې نه کوي.

دی، د لوبغاړو ملاتړ نه کول د استعدادونو وژنه بولي او وايي، چې پخوا به زرګونه ځوانان په فراه کې پر بېلابېلو لوبو بوخت وو، خو اوس د فراه د معتادانو شمېر د لوبغاړو له شمېر څخه زيات شوی دى.

عظيمي زياتوي، چې د باختر په نوم په فراه کې د ده د اشي هارا کاراتې په کلپ کې يو کال مخکې ١٧٠ تنو تمرين کاوه،خو اوس دغه کچه شپېتو ته رالوېدلې ده. 

هغه وايي:”د کلپ عايد مې دومره کېږي، چې د ځاى کرايه ورکړم؛ بل څه نه راته پاتې کېږي.”

دی، چې دا مهال په شپې لېسه کې د نهم ټولګي زده کوونکى هم دى، وايي:”د ملي ټيم غړي بايد بل مصروفيت ونه لري او تل تمرين وکړي، خو زه مجبور يم چې د ورځې زيات وخت په دکان کې تېر کړم، تر څو خپلو اولادونو ته يوه ګوله ډوډی پيدا کړم.”

عظيمي زياته کړه، چې د تېلو له پلور څخه د ورځې شاوخوا دوه سوه افغانۍ تر لاسه کوي او د خپلې کورنۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره يې لګوي.

هغه په فراه کې د لوبو د برخې چارواکي د فراهي لوبغاړو د حقونو په تر لاسه کولو کې په بې پروايۍ تورنوي او وايي چې د ملي لوبډلې غړيو ته د فدراسيون له خوا د مياشتې زر افغانۍ د (عصريې) په نوم ورکول کيږي، خو هغه هم له نهو مياشتو راهيسې بندې شوې دي.

ده وويل:”دافغانستان د اشي هارا کاراتې فدراسيون د مشر غلام جيلاني غروب او د بدنی روزنې او سپورټ د عمومي  مشر کرام الدين کرام تر منځ د شخصی ستونزو  له امله زموږ پر فدراسيون باندې بوديجه بنده شوې ده.”

د فراه ولايت د بدني روزنې او سپورټ امر محمد اسماعيل قانع وايي : “استاد عبدالرحمن د افغانستان په ورزش کې ډېر ښه استعداد دی؛ دی د فراه په ورزشکارانو کې تر ټولو غريب شخص دی،خو له اقتصادي ستونزو سره، سره بيا هم تل نړيوالو سياليو ته بلنه ورته راځي.”

هغه مني، چې عبدالرحمن د هنګري هېواد د نړيوالو سياليو لپاره دعوت شوی و، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې ونه شواى کړاى چې ګډون په کې وکړي.

دى وايي، چې په نړيوالو سياليو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو د تګ راتګ ټول لګښت دولت ورکوي،خو زياتوي:”په دې ورستيو کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي مشر کرام الدين کرام او د فدراسيونونو د مشرانو ترمنځ په خاصه توګه د اشي هارا کاراتې د فدراسيون د مشر تر منځ  شخصي ستونزې رامنځته شوي او د اشي هارا کاراتې فدراسيون ته بوديجه نه ورکول کېږی.”

دى وايي، چې له همدې امله د عبدالرحمن عظيمي د سفر لګښت هم ورنه کړل شو.

د اشي هاراکاراتې فدراسيون مشر غلام جيلاني غروب، هم تاييدوي چې د بدني روزنې او سپورټ رياست د دې فدراسيون بوديجه او د ملي لوبډلې د عصريې پيسې له شاوخوا يو کال راهيسې نه ورکوي.

هغه وايي، چې په رسمي ډول يې دوه اونۍ مخکې له کرام الدين کرام څخه د ملکي خدمتونو ستونزو ته د رسيدنې خپلواک کمېسيون ته شکايت کړى، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې. 

د اولمپيک د ملي کمېټې وياند رامين سالک هم د غروب څرګندونې تاييد کړې. 

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له کرام الدين کرام سره هم خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.