ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا خونړۍ پېښه په پراخه کچه وغندل شوه

د پکتيکا خونړۍ پېښه په پراخه کچه وغندل شوه

author avatar
24 Nov 2014 - 14:48
د پکتيکا خونړۍ پېښه په پراخه کچه وغندل شوه
author avatar
24 Nov 2014 - 14:48

کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د پکتيکا ولايت خونړۍ پېښه چې په ترڅ کې يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، په ملي او نړيواله کچه وغندل شوه.

پرون مازديګر ناوخته د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال ځانمرګى بريد وشو، چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په کې د ماشومانو، ځوانانو، لوبغاړو او سپين ږيرو په ګډون ٦١ تنه ووژل شول او ٦٦ نور ټپيان دي.

که څه هم له يادې پېښې يوه ورځ تېره شوه، خو تر اوسه وسله والو طالبانو يا بلې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې پر يادې پېښې ژوره خواشيني څرګنده شوې ده.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو قوماندان جنرال جوزېف کمپبل  ويلي ، چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو د دغه ډول کرغېړن عمل ترسره کولو نه يواځې  بشريت  ته سپکاوى کړى، بلکې غواړي په دغه کار سره د افغانستان د پرمختګونو مخه ونيسي.

ملګرو ملتونو هم ياد بريد په کلکه غندلى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازى او د يوناما مشر نيکولاس هيسم ويلي: ((د ملکي وګړو په عامه ځايونو کې دا ډول بريدونه ترسره کول، د دې څرګندونه کوي چې مخالفين انساني ارزښتونو ته درناوى نه لري.

 بله خوا د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير محمدنواز شريف هم ياده پېښه په کلکه غندلې ده.

د پاکستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د نواز شريف له خولې راغلي چې ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دى او بايد  پر ضد يې په ګډه مبارزه وشي.

په کابل کې د برېتانيا سفير ريچارډ سټګ هم په خپل پيغام کې ياده پېښه په کلکه غندلې او د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي کړې ده.

دغه راز په کابل کې د امريکا سفارت له خوا هم په يوه پيغام کې د پکتيکا پېښه يو وحشي عمل ګڼل شوى او په کلکه يې غندلې ده.

د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پر لوبغاړو دا ډول بريد وحشيانه او خواشينوونکې کړنه ده او په کلکه يې غندي.

د کاناډا هېواد هم د پکتيکا بريد غندلى دى.  

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بيرډ په دې اړه په خپل پيغام کې ويلي: ((هغه ځان وژونکی بريد چې د افغانستان په ختيځ کی د واليبال د مسابقې پر مهال شوى او لسګونه بې ګناه خلک يې ووژل، زه يې په کلکه غندم.))

هغه د خپل هېواد او ولس په استازيتوب د دې پېښې قربانيانو او کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

د کرزي له دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړى دغه کړنه د افغانستان د خلکو د سولې او سوکالۍ د دښمنانو کار بولي او وايي، چې د دغه ډول پېښو پر وړاندې د هېوادوالو يووالی او ويښتيا به د افغانستان د ژغورنې لامل شي.

دغه راز په کابل کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد هم دا بريد غندلی دی.

نوموړي نن په کابل کې په يوه غونډه کې وويل، چې دغه وحشيانه کار د ترهګرو له خوا شوی او دی يې په کلکه غندي.

د ده په وينا، هغه کسان چې غواړي افغانستان ناکام کړي، په خپله دوی به ناکام پاتې شي او افغانستان به بريالی شي.

همدارنګه د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع موسسې مجماACSFO د پکتيکا پېښه په کلکه غندلې او ويلي يې دي : ((د انسان او انسانيت دښمنانو يوځل بيا يې زموږ ځوانان او ماشومان قرباني کړل، څو خپل څښتنان خوښ کړي او زموږ کړيدلى اولس د وير په ټغر کېنوي.))

 د يادې موسسې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ايا واليبال لوبه هم د امريکا او لويديځ له سياستونو سره اړيکه لري؟ايا هغه تنکي ځوانان،چې د خپلې روغتيا لپاره ورزش ته مخه کوي ، ترياکو او هيروئينو ته،نه وايي، د وسله والو مخالفينو او دهغوى د بادارانو په حکم د وژلو وړ دي؟ ايا جنت ته د هغوى تلل يواځې د بې دفاع او مومنو خلکو په وژلو سره شونې ده؟

په خبرپاڼه کې زياته شوې، له هغه دولت څخه چې تر اوسه نه پوهيږي دوست او دښمن يې څوک دي، بايد وپوښتل شي،چې ددې ټولو وژنو، ظلمونو او بېرحميو عاملانو او مسببينو ته څرنګه نوم ورکوي او تعريفوي يې؟

دغه راز د کندهار ولايت مقام له خوا، پوهنې وزارت، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې له خوا هم ياد بريد په کلکه غندل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، د افغانستان د واليبال فدراسيون هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياد بريد په کلکه غندلى دى.

ياد فدراسيون په خپله اعلاميه کې له امنيتي اراګانونو غوښتي چې د يادې پېښې تر شا لاس لرونکي کسان ونيسي او سخته سزا ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د يادې پېښې د غندلو ترڅنګ د قربانيانو له کورنيو سره غمرازي ښودلې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې هغه لوبغاړي وژل شوي چې لا مډالونه په خپلو لاسونو کې په وياړ نه وو پورته کړي چې د بارودو تورتم محشر جوړ کړ او دوی يې له خپلو هيلو سره دفن کړل.

ياده اداره وايي: ((موږ د يوې ملي سپورتي ادارې په ډول له ټولو پکتيکا والو سره د دوی په غم کې شريک يو او له ټولو اړخونو غوښتنه کوو چې نور دې له جنګ سره کرښه تر لوبغالو نه بيايي.))

دغه راز په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې هم د پکتيکا پېښه په کلکه غندلې ده.

ددغې ډلې لخوا پژواک ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د افغانستان د خلکو دښمنان اسلام او بشريت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

سرچينې زياته کړې چې دافغانستان دښمنان دا ډول بريدونو سره نه شي کولى چې دافغانانو د پرمختګ مخه ونيسي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.