کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د پکتيکا ولايت ځانمرګى بريد د بشريت پر وړاندې يو لوى جنايت بولي او وايي چې نړۍ بايد دا ډول بريدونه کم ونه ګڼي او له افغانستان سره د ترهګرو د پټنځايونو په له منځه وړو کې مرسته وکړي.
په هغې چاودنه کې چې پرون ناوخته د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال په يوه ميدان کې رامنځته شوه، له ٦٠ زيات ملکيان په کې وژل شوي او ٦٦ نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت دغه بريد د يوه ترهګريز عمل په توګه غندلى او وايي چې په دې پېښه کې ١٠ سيمه ييز پوليس هم وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې نړيوال بايد د پکتيکا او داسې ورته نورو پېښو رامنځته کېدو ته په کمه سترګه ونه ګوري او بايد له افغانستان سره د ترهګرو د ځالو په له منځه وړو کې مرسته وکړي.
صديقي زياته کړه، له بده مرغه اوس هم په سيمه کې د ځانمرګو بريدګرو کارځايونه موجود دي چې د ځينو کسانو ذهنونه اړوي او د ويجاړوونکو بريدونو د ترسره کولو لپاره يې افغانستان ته رالېږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې د پکتيکا ځانمرګى بريد د وسله والو مخالفينو له لوري شوى، خو وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو صديقي وويل: “خلک بايد د خپل راتلونکي په اړه مايوسه نه شي، امنيتي ځواکونه د هېواد په ټولو برخو کې هڅه کوي چې د خلکو امنيت ټينګ کړي او د وسله والو مخالفينو له بريدونو مخه ونيسي.”
هغه زياتوي چې افغانستان له نړيوالې ترهګرۍ، سختې او پېچلې استخباراتي جګړې سره مخ دى او له افغانستانه بهر بايد د ترهګرۍ ټول مرکزونه له منځه ولاړ شي.
صديقي ډاډ ورکړ چې د هېواد وضعيت به ډېر ژر بدلون وکړي او امنيتي وضعيت به ښه شي او افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري چې په هېواد کې امنيت ټينګ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز شېرمحمد کريمي ويلي چې د دولت وسله والو مخالفينو په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او له همدې امله يې غيرمتعارفي جګړو ته لکه ماين خښونه او ځانمرګو بريدونه ته مخه کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن