ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې چاودنې د ناټو دوه سرتېري وژلي

په کابل کې چاودنې د ناټو دوه سرتېري وژلي

author avatar
24 Nov 2014 - 10:25
په کابل کې چاودنې د ناټو دوه سرتېري وژلي
author avatar
24 Nov 2014 - 10:25

دويم تقعيب- کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د کابل د نهمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان شوې چاودنې د ناټو دوه سرتېري وژلي دي.

دغه چاودنه د لېندۍ په ٣مه سهار شاوخوا اته نيمې بجې د نهمې حوزې اړوند د قابلباى په سيمه کې  وشوه.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو  رييس همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل د ګمرک رياست ته څېرمه په قابلباى سيمه کې  د بهرنيو ځواکونو پر کاروان پر بايسکل د چسپکي ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يو بهرنى او بل ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

بلخوا په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې نن يې په افغانستان کې د يوې چاودنې له امله دوه سرتېري وژل شوي.

خو سرچينې د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو نورې امنيتي سرچينې وايي چې ياد سرتېري د قابلباى په چاودنه کې وژل شوي دي.

همدارنګه د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک ته وويل، ګومان کېږي چې چاودنه د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاودونکو توکو له امله شوې ده.

ستانکزي هم په دې پېښه کې د يوه ملکي وګړي د سرسري ټپي کېدو پخلى وکړ، خو د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.