دويم تقعيب- کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د کابل د نهمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان شوې چاودنې د ناټو دوه سرتېري وژلي دي.
دغه چاودنه د لېندۍ په ٣مه سهار شاوخوا اته نيمې بجې د نهمې حوزې اړوند د قابلباى په سيمه کې وشوه.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو رييس همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل د ګمرک رياست ته څېرمه په قابلباى سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان پر بايسکل د چسپکي ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې په دې پېښه کې يو بهرنى او بل ملکي وګړى ټپيان شوي دي.
بلخوا په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې نن يې په افغانستان کې د يوې چاودنې له امله دوه سرتېري وژل شوي.
خو سرچينې د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو نورې امنيتي سرچينې وايي چې ياد سرتېري د قابلباى په چاودنه کې وژل شوي دي.
همدارنګه د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک ته وويل، ګومان کېږي چې چاودنه د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاودونکو توکو له امله شوې ده.
ستانکزي هم په دې پېښه کې د يوه ملکي وګړي د سرسري ټپي کېدو پخلى وکړ، خو د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن