ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده

په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده

author avatar
24 Nov 2014 - 19:34
په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده
author avatar
24 Nov 2014 - 19:34

کندهار( پژواک، ٣مه لېندۍ ٩٣ ): د کندهار د ښځو چارو رياست وايي، په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې چې اصلي لامل يې ناامني او د پوهې د کچې ټيټوالى دى.

د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ دغه څرګندونې نن د ليندۍ په درېيمه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

دغه غونډه د کندهار ښار په خوشبخت سالون کې د خديجة الکبرا په نوم د مېرمنو د مدني ټولنې له خوا جوړه شوې وه، چې په کې د ولايتي شورا د ښځينه غړو تر څنګ، سلګونو ښځينه مدني فعالانو او عامو مېرمنو ګډون کړى و.

مېرمن رقيې اڅکزۍ وويل، په تېر کال کې يې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٩٣ پېښې ثبت کړې وې، چې له دې ډلې شاوخوا ١٨ پېښې د ښځو چارو رياست له خوا حل او فصل شوې وې.

هغې په روان ٢٠١٤ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کره ارقام وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې تاوتريخوالى نور هم زيات شوى، خو کم شوى نه دى.

د نوموړي په وينا، په کوچني عمر کې ودول، په بدو کې ورکول، له کور څخه تېښته، په ميراث کې حق نه ورکول، طلاق او د ښځو له خوا پر ښځو ظلم او نور ورته مسايل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عمده برخې جوړوي.

مېرمن اڅکزۍ زياته کړه، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى له روانې ناامنۍ او د پوهاوي د کچې له ټيټيتا سرچينه اخلي، تر څو چې امن او ثبات نه وي راغلى او د زده کړې فرهنګ نه وي عام شوى، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه نه شي ټيټېداى.

خو هغې بيا هم يادونه وکړه چې د کندهار د ښځو چارو رياست د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې د ټيټوالي لپاره هلې ځلې کړې او په دې برخه کې يې وخت په وخت د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي دي.

د خديجة الکبرا په نوم د مېرمنو د مدني ټولنې مشرې مريم درانۍ هم وويل چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه د ټيټېدو پر ځاى د لوړېدو پر لور روانه ده.

هغې وويل، نه يواځې په کورونو کې، بلکې په ادارو کې هم ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي.

نوموړې زياته کړه: ((تاوتريخوالى يوازې د ښځو وهل او ټکول نه دي، بلکې دغلته  مېرمنې د دې تر څنګ له روحي او رواني تاوتريخوالي سره هم مخ دي، چې مهمې بېلګې يې د ښځو د صلاحيتونو سلبول او په هغو ادارو کې چې نارينه يې مشري کوي، د مېرمنو د حقونو نه ورکړه او له هغوى سره توپيري چلند دى.))

درانۍ د دې تر څنګ يادونه وکړه چې يواځې نارنيه پر ښځو ظلم نه کوي، بلکې په خپله ښځې هم پر ښځو ظلم کوي او د هغوى پر وړاندې له تاوتريخوالي کار اخلي.

په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواکې ادارې د ښځو د څانګې مشرې ډاکټر مزدلفه خان هم د ښځو پر وړاندې د زياتېدونکي تاوتريخوالي په اړه اندېښنه وښودله او ويې ويل چې ګڼې پېښې ورسره ثبت شوې، خو شمېر يې و نه ښود.

هغې وويل له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي لپاره بايد حکومت او خلک په ګډه لاس په کار شي، تر څو دغه ناورين پاى ته ورسول شي.

په غونډه کې نورو ښځينه ويناوالو هم د ښځو پر اوسني حالت اندېښنه وښودله او غوښتنه يې وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه دې له ټولو امکاناتو کار واخيستل شي.

په نړۍ کې هر کال د نومبر ٢٥مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو په هېواد کې چې ناامني ډېره او د پوهې کچه ټيټه ده، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.