ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: د پکتيکا د خونړۍ پېښې په اړه دې جدي څېړنې وشي

ډاکتر عبدالله: د پکتيکا د خونړۍ پېښې په اړه دې جدي څېړنې وشي

author avatar
24 Nov 2014 - 12:13
ډاکتر عبدالله: د پکتيکا د خونړۍ پېښې په اړه دې جدي څېړنې وشي
author avatar
24 Nov 2014 - 12:13

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٣): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله د پکتيکا ولايت مرګونې پېښه يو نه بښونکى جنايت وباله، دا يې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره د مخالف عمل په توګه ياد کړ او له امنيتي ارګانونو يې غوښتنه وکړه چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.

په دغه ځانمرګي بريد چې تېره روځ ناوخته د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې ترسره شو، ٥٧ ملکي وګړي يې ووژل او ٦٠ نور په کې ژوبل شول چې ډېرى ټپيان يې د درملنې لپاره د کابل سردار محمد داوود خان روغتون ته رالېږدول شوي دي.

ډاکتر عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا ته خبرې کولې، وويل دغه عمل چې د هر کس او هرې ډلې له خوا شوى، يو ستر جنايت دى، دا چې د طالب يا بل نوم تر نامه لاندې کېږي، يو نه بښونکى عمل بلل کېږي.

د حکومت اجرايي رييس وويل چې د وزيرانو شورا په نننۍ ناسته کې د هېواد پر امنيتي وضعيت خبرې کېږي او د امنيتي وزارتونو سرپرستان بايد خپل راپورونه وړاندې کړي او امنيتي بنسټونه دې په ځانګړې توګه د پکتيکا د پېښې په اړه جدي څېړنې ترسره کړي.

هغه وويل چې نن به يو لوړ پوړى دولتي پلاوى د پکتيکا د پېښې له ساحې ليدنه وکړي او د قربانيانو له کورنيو سره به مرسته وکړي او همدردي به ورسره څرګنده کړي.

د حکومت د اجرايي رياست دويم مرستيال محمدمحقق هم وويل چې د پکتيکا پېښې زموږ د لسګونو هېوادوالو ژوند واخيست او د سلګونو کورنيو زړونه يې ودردول.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دا په داسې حال کې ده چې خلکو هم دا يو غير اسلامي او غير انساني عمل بللى او د ځانمرګو بريدونو، چاودنو او وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې د حکومت پر سياست نيوکه کوي.

په کابل کې د استاد رباني د ښوونې روزنې پوهنتون يوه محصل عبدالغفور پژواک ته وويل چې په ټول هېواد کې نا امني اوج ته رسېدلې، خو حکومت يې پر وړاندې هېڅ ډول جدي اقدام نه دى کړى.

هغه زياته کړه چې حکومت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې روښانه سياست نه لري او تر اوسه يې له دوست او دښمن نه څرګند تعريف نه دى کړى.

طالب ته يوه ورځ دوست وايي او بله ورځ ورته د سياسي مخالف خطاب کوي.

دغه محصل زياته کړه چې حکومت بايد د وسله والو مخالفينو پر وړاندې خپل سياست روښانه کړي او له دوست او دښمن نه څرګند تعريف ولري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.