شبرغان(پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣): له عمرې حج څخه د راستنو شوو درېيو مېرمنو په ګډون څلور تنه په جوزجان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله مړه شول.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې دغه پېښه نن سهار د سړک پر غاړه له درېدلي هينو موټر سره د کرولا موټر د ټکر له امله د شبرغان په قمساى سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ټکر له عمرې حج څخه د درېيو راستنو شوو مېرمنو او د کرولا د چلوونکي د مړينې لامل شوى دى.
جوزجاني زياته کړه:((دغو مېرمنو کرولا دربست نيولې وه او د بلخ ولايت له مرکز مزار شريف نه جوزجان ته ستنېدلې.))
د فارياب د ترافيکو مدير سمونيار محمداکرم ايليار د کرولا موټر چلوونکى ملامت وباله او ويې ويل چې هينو موټر د عوارضو په سبب د سړک څنګ ته درېدلى و او يوه ډبره يې هم د درېدو د نښې په توګه اېښې وه چې د کرولا چلوونکي بې اختياطي کړې او له امله يې دغه خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده.
د يادونې ده چې تېره مياشت هم د حاجيانو لېږدونکى موټر د فارياب ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ټکر وکړ چې له امله يې له حج څخه يوه راستنه شوې ښځه ووژل شوه ، درې ماشومان او درې نارينه ژوبل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن