ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لندن ناستې ته به يوولس اقتصادي طرحې وړاندې شي

د لندن ناستې ته به يوولس اقتصادي طرحې وړاندې شي

author avatar
25 Nov 2014 - 20:07
د لندن ناستې ته به يوولس اقتصادي طرحې وړاندې شي
author avatar
25 Nov 2014 - 20:07

کابل (پژواک٤ ليندۍ ٩٣): افغانستان به د لندن ناستې ته د “لاجورد لارې” د راژوندۍ کولو په ګډون يوولس مهمې اقتصادي طرحې، وړاندې کوي.

دغه مطلب نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د عامل خونې مشر عتيق الله نصرت، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو له عمومي مشر وحيدالله ويسي سره په لاندني ډول څرګند کړ:

– د اوبو لګونې سنتي او د مډرن اوږدمهاله سيسټم ته پراختيا ورکول

– د هېواد د اورګاډي پټلۍ سيسټم ته پراختيا ورکول؛

– د کانيزو سرچينو پر لارې د مرستندويه زېربناو (لکه واټ او برېښنا) جوړول، څو د يادو توکو د لېږد او راسپړنې د لړۍ اسانه کړي؛

– د ثبت په برخه کې د يوه برېښنايي مجهز سيسټم په درلودلو سره د سيمې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د يوه مرکز جوړول، د جواز ورکړه او د جواز نوي کول، د ګمرکي  پيسو ورکړه او په کابل او د هېواد په اوو نورو سوداګريزو مرکزونو کې د کار او کسب د نورو اړتياو پوره کول؛

– د بيو راټيټول او د موجوده اعتباري تضمينونو د پراختيا په وسيله د پيسو د وړاندې کولو د کچې لوړول او همدارنګه د وړو پورونو د ورکړې ترتيب؛

–  د صنعتي ښارګوټو لپاره د تګلارې جوړول؛

– د برېښنا انرژۍ په برخه کې د عاجل قانون، فرعي قانون او په دې برخه کې د يوه لارښود تاييد؛

– د بازار له اړتيا سره سم د ٢٠٠ زره زده کوونکو او محصلينو د جوړښتونو د لوړولو لپاره د پروګرام رامنځته کول؛

– له پانګونې او پانګوالو ملاتړ؛

– د يوې پاليسۍ او سيمه ييزو شخصي همکاريو لپاره د قانون چوکاټ جوړول او د مرکزي اسيا له لوري د يوې دويمې ټرانزيټې لارې ځاى پر ځاى او رامنځته کول، د هغو يوولسو طرحو له ډلې دي چې افغان حکومت به يې د لندن په ناسته کې وړاندې کړي.

خو د نن ورځې ناسته د لاجورد پر لارې متمرکزه وه او د نورو طرحو په اړه جزيات وړاندې نه شول.

د لاجوردو لار، افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان له لارې له تورې بحيرې او له هغه وروسته له ترکيه څخه تېرېدو له مديترانې او اروپا سره نښلوي.

د سوداګرۍ او صنايعو د عامل خونې مشر عتيق الله نصرت وويل، چې افغانستان په تېرو ١٣ کلونو کې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې له ستونزو سره مخ و.

هغه زياته کړه: ” افغان دولت همېشه د دغو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کړې او اوسمهال غواړو چې د خپلو ټرانزيټي ستونزو د حل لپاره د بديل لارې ولټو، چې يوه د بديل لاره يې د لاجوردو لاره ده.”

خو نوموړي وويل، چې د يادې لارې د راژوندۍ کولو لپاره مالي سرچينو ته اړتيا ده او له همدې امله به افغانستان د لندن په ناسته کې د يادې لارې د راژوندۍ کولو طرحه د يوه لومړيتوب په توګه وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د لندن نړيوال کنفرانس د ليندۍ مياشتې په ١٢ او ١٣ مه نېټه تر سره شي. افغان چارواکي هيله من دي، چې په دغه ناسته کې نړيواله ټولنه خپلې مالي ژمنې تجديد کړي او د دغه هېواد د حکومتوالۍ او د بيارغونې د دوام لپاره ډېر اقتصادي ملاتړ تر لاسه کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو عمومي مشر وحيدالله ويسي وويل، چې د لاجوردو د لارې د راژوندي کولو طرحه يو کال وړاندې د دغه وزارت له لورې وړاندې شوې وه، چې د حکومت او هغو هېوادونو له خوا چې له يادې لارې سره تړلې، منل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د بديلو لارو د موندلو لپاره هلې ځلې د افغانستان د بهرني سياست يوه برخ ده، ځکه د هېواد ملي ګټې پکې نغښتې دي.

د هغه په وينا، د لاجورد لاره د افغانستان سوداګريزه لار لنډوي، د کرايه بيې راکموي او د يادې لارې په وسيله له هغو هېوادونو سره چې د يادې لارې په اوږدو کې پراته دي، اړيکې پياوړې کېږي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي نن په دغه ناسته کې وويل، چې د يادې لارې راژوندي کول د افغانستان د ټرانزيټو ستونزو په حل کې مهم رول لوبوي. هغه هيله څرګنده کړه، څو د دغې لارې د ژوندي کولو لپاره پيسې تر لاسه شي.

هغه وويل، چې د لاجوردو لارې د راژوندي کولو لپاره د اسيا پراختيايي بانک د ١٣٠مليون امريکايي ډالرو څخه د ډېرو پيسو د ورکړې ژمنه کړې، خو دغه پيسي بسنه نه کوي او يوه اندازه نورو پيسې ته هم اړتيا ليدل کېږي

هغه څرکنده نه کړه، چې د يادې لارې د راژوندي کولو لپاره څومره پيسو ته اړتيا ده.

د هغه په وينا، افغانستان اوسمهال د اورګاډي له پټلې ګټه نه پورته کوي، په داسې حال کې چې تر ټولو ارزانه او لنډه لاره ده او له همدې امله د افغانستان له لومړيتوبونو يو هم د ورېښمو د لارې راژوندي کول دي، چې د لاجوردو لار يې يوه برخه ده.

نوموړي وويل، چې چين د ورېښمو لارې د راژوندي کولو لپاره ٤٠ مليارد ډالر لګوي او را روانه اونۍ به د چين تخنيکي ټيم له افغانستان ليدنه وکړي او د بدخشان په واخان کې به د ورېښمو لار وڅېړي او ډېر ژر به يې تخنيکي کارونه پيل شي.

افغانستان او چين د بدخشان په واخان سيمه کې ٨٥ کيلومټره ګډه پوله لري. د بدخشان ولايت زيباک او واخان ولسوالۍ افغانستان له پاکستان، تاجکستان او چين سره نښلوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.