ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د پېښې  د ١٦ ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى

د پکتيکا د پېښې د ١٦ ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى

author avatar
25 Nov 2014 - 15:49
د پکتيکا د پېښې  د ١٦ ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى
author avatar
25 Nov 2014 - 15:49

کابل ( پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣ ) : په کابل کې دسردار محمد داوود خان د روغتون سرطبيب وايي چې د پکتيکا د پېښې له ټپيانو څخه د ١٦ روغتيايي حالت اوس هم داندېښنې وړى دى.

وړمه ورځ (دليندۍ په٢مه) مازديګر ناوخته د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال ځانمرګى بريد وشو، چې د ماشومانو، ځوانانو، لوبغاړو او سپين ږيرو په ګډون په کې ٦١ تنه ووژل شول او تر ٧٠  زيات نور ټپيان شول.

که څه هم له يادې پېښه دوه ورځې تېرې شوې، ، خو تر اوسه وسله والو طالبانو يا کومې بلې ډلې يې مسووليت نه دى اخيستى، خو د ملي امنيت عمومي رياست پرون وويل چې دا پېښه د حقانې ډلې طرحه او ترسره کړې ده.

د يادې پېښې ٥٤ تنه ټپيان په هماغه شپه کې د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو په چورلکو کې کابل ته را ولېږدول شول او دا مهال د سردار محمد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ياد روغتون سرطبيب بريد جنرال سيد عباس منګل د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادې پېښې ورته ٥٤ ټپيان راوړل شوي وو، چې د ٣٣ تنو يې لوى جراحي عمليات ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه په روغتون کې دوو ټپيانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او د ١٦ نورو ټپونه اوس هم سخت او روغتيايي حالت يې  داندېښنې وړ  دى .

د نوموړي په وينا، شپږ تنه ټپيان د کوما په حالت کې دي او د پاتې نورو ټپيانو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

د ټپيانو په اړه دى وايي : (( موږ له تېرو څو کلونو راهيسې ډېر ټپيان ليدلي، خو د لومړي ځل لپاره مو داسې ټپيان وليدل چې په وړو چرو سخت ټپيان شوي دي. ))

  منګل وويل چې د ډېرو ټپيانو د بدن دننه برخې زيانمنې شوې دي او دوى يې ددرملنې هڅه کوي. 

ده زياته کړه چې په ټپيانو کې ١٧ ماشومان او ٣٧ نور يې لويان وو، چې له يو شمېر سره يې د کورني غړي راغلي  او داسې ټپيان هم شته، چې د کورنۍ غړي يې دلته نشته.

د سلابن په نامه يوه سپين ږيري چې د يحيى خېلو له ټپيانو سره راغلى، په ياد روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تره د کورنۍ يې له ٥ څخه  تر ٩ کلونو پورې پنځه ماشومان وژل شوي دي.

هغه د افغانستان له حکومت ، د ملي شورا له  غړو او نورو چارواکو مننه وکړه، چې روغتون ته د ټپيانو د درملنې په موخه راځي او لازمې مرستې هم ورسره کوي.

ده زياته کړه، يوه وکيل ژمنه وکړه، چې شپږ تنه سخت ټپيان به له هېواده بهر د درملنې په موخه ولېږدوي ، خو نوموړي ددغه وکيل نوم وانخيست .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.