کابل ( پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣ ) : د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند په وزيراکبر خان سيمه کې چاودنه وشوه.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه پېښه د لاسي بم د چادونې له امله رامنځته شوې ، چې مرګ ژوبله نه لري .
د پژواک خبريال د پېښې له ځايه راپور ورکوي ، چې ياده چاودنه د وزير اکبرخان د تپې پارک په داخل کې رامنځته شوې او مرګ ژوبله نه لري .
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې په تړا يوتن نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي .
دا په داسې حال کې ده ، چې نن سهار د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې هم چاودنې د ملي اردو ٧ کومانډو سرتېري ټپيان کړل.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن