ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډله وستايل شوه

د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډله وستايل شوه

author avatar
25 Nov 2014 - 15:44
د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډله وستايل شوه
author avatar
25 Nov 2014 - 15:44

کابل ( پژواک، ٤ ليندۍ ٩٣): مشرانو جرګې د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې غړي او د  کرکټ بورډ  چارواکي په ستاينليکونو او مډالونو ونازول.

د نولس کلنو ملي لوبډلې په کوېټ کې د اسيا غوره ليګ سياليو په لړ کې خپلو سيالو لوبډلو ته په ډېر لوى توپير اوسترو ماتو ورکولو سره لومړى مقام خپل  او د ١٩ کلنو نړيوال جام ته يې لار پيدا کړه.

دغه لوبډله د لړم په ٢٦مه  هېواد ته راستنه شوه او نن د مشرانو جرګې د کرکټ بورډ چارواکو او د  يادې لوبډلې غړيو ته  ستاينليکونه او مډالونه ورکړل.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هيله وښوده،چې د هېواد د کرکټ نولس کلنه لوبډله  د نړيوال جام اتلولي هم ترلاسه کړي .

هغه زياته کړه : “زموږ لوبغاړي د ډېر څه مستحق دي، خو مشرانو جرګې له خپلو امکاناتو سره هڅه وکړه،چې دغه لوبغاړي ونازوي . “

د کرکټ بورد مشر د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دې ستاينې له امله  له مشرانو جرګې مننه  وکړه او ويې ويل چې په دې  اتلولۍ سره يادې لوبډلې وکولى شول، د څلورم ځل لپاره د ١٩ کلنو نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.

هغه زياته کړه،چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لږو امکاناتو سره په دې توانيږي،چې د نړۍ ډېرو لويو لوبډلو ته سختې ماتې ورکړي.

ده، د هېواد د الف لوبډلې له لوري د پاکستان د الف لوبډلې ته  او د نولس کلنو  لوبډلې له لوري د پاکستان د ١٩کلنو لوبډلې ته  ماتې  ورکول د دغو لاسته راوړڼو بېلګې يادې کړې.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د لړم په ٢٤مه د دولتي چارواکو په حضور کې په يوه دوستانه لوبه کې پاکستان ته د ٥٤ منډو، په توپير ماتې ورکړه .

دغه راز د لړم په نهمه د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د پاکستان  د نولس کلنو ملي لوبډلې ته په يوه ورځنۍ سياليو کې ماتې ورکړه .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.