ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د بشري مرستې لپاره د ٤٠٥ ميليون ډالرو غوښتنه وشوه

افغانستان کې د بشري مرستې لپاره د ٤٠٥ ميليون ډالرو غوښتنه وشوه

author avatar
26 Nov 2014 - 17:44
افغانستان کې د بشري مرستې لپاره د ٤٠٥ ميليون ډالرو غوښتنه وشوه
author avatar
26 Nov 2014 - 17:44

کابل (پژواک ٥ لېندۍ ٩٣): په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د تامين په موخه د ٢٠١٥ زېږديز کال لپاره د ٤٠٥ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه شوې ده.

دغه غوښتنه په ” افغانستان کې بشري ټولنې” له لوري نن  وشوه .

 “بشري ټولنه” به په دغو پيسو سره ٣،٨ ميليون زيانمنو افغانانو سره د خوراکي توکو، روغتيايي څارنې، تغذيه او د پاکو اوبو د رسولو په برخو کې مرسته وکړي، چې ډېر تمرکز به پر لرې پرتو او محرومو سيمو باندې وي.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په هغه ناسته کې، چې نن په همدې موخه تر سره شوې وه؛ وويل چې روان کال د بشردوستانه مرستو په ډګر کې يو ښه نمونه کال و، خو افغانستان له بده مرغه تر اوسه پورې په دغه برخه کې ډېر پام ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، چې بشردوستانه مرستو ته اړتيا د هېواد له لومړيتوبونو بلل کېږي.

د حکومت اجرايي مشر وويل، چې په روان زېږديز کال کې د هېواد په کچه له بشري مرستو څخه ١،٢ ميليون کسان برخمن شوي، چې له دې جملې يې ٣٩٠  زره هغه کسان دي چې په يو شمېر سيمو کې د نا امنيو او طبيعې پېښو له امله زيانمن شوي او همدارنګه ١٤٠ زره  سوي تغذي ماشومانو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.

عبدالله زياته کړه، چې دغه موضوع له يوې خوا په هېواد کې د ستونزو ډېرښت په ګوته کوي او له بلې خوا د افغان حکومت، نړيوالې ټولنې او موسسو تر منځ د همکارۍ کچه څرګندوي.

 نوموړي د بشري مرستو د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې پر روڼتيا او حساب ورکولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د تغذيه، د څښاک اوبو او د خوراکي توکو دغه اعلان شوې مرستې، له افغان مهاجرو او پاکستاني او کورنيو کډوالو سره د مرستې لپاره غوښتل شوې دي.

هغه زياته کړه، په ٢٠١٥ زېږديز کال کې له افغانانو سره د اړتيا په برخه کې وړانديز شوې د پيسو اندازه او سرچينې ٤٠٥ ميليون ډالره کېږي، چې هيله ده دغه سرچينې د نړيوالې ټولنې په مرسته د موسسو او سکټوري وزارتونو په  واک کې ورکړل شي، څو دغه بشري اړتياوې پرې پوره شي.

په بشري چارو کې په افغانستان کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارک باوډن هم وويل: ” زه له مرسته کوونکو غواړم چې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، موږ بايد اجازه ورنه کړو چې افغانستان د نړۍ په هېرو شويو بحرانونو بدل کړو.”

 هغه زياته کړه، چې راتلونکى کال به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو نوى فصل وي او د واک په سوله ييز ډول لېږد سره په دې برخه کې هيلې ډېرې شوې دي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په دې برخه کې غوښتل شوي ٤٠٥ ميليون ډالره به له زيانمنو او بېځايه شويو کسانو سره مرسته وشي، وويل چې په دې برخه کې يو شمېر ملاتړ کوونکو ژمنې کړې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال، د بشري مرستو رسولو او د بشري فعالانو لپاره نا امني عمده ستونزه وبلله او له ټولو لوريو يې وغوښتل، څو بشري  فعالان او مرسته رسوونکي په نښه نه کړي او د نړۍ او بشر قوانينو ته درناوى وکړي چې بشري مرستې ټولو سيمو او زيانمنو کسانو ته ورسيږي.

هغه وويل، چې بشري فعالان له ګواښونو سره مخ دي؛ د روان کال په ترڅ کې پر بشري فعالانو باندې ١٧٤ بريدونه شوي او له دې ډلې يې ٣٦ فعالان وژل شوي دي.

هغه د افغانستان له حکومت  څخه هم وغوښتل، څو د بشري فعالانو د امنيت د ټينګښت په برخه کې ډاډ ورکړي.

د برېتانيا د پراختيايي ادارې مشر کريس اسټن د يادې مرستې له غوښتنې هرکلى کړى او په افغانستان کې يې له زيانمنو کسانو سره د خپل هېواد له  بشري مرستو ډاډ ورکړى دى.

هغه وويل، چې د اړتيا  کچه ډېره لوړه ده، ٢٥ سلنه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري ، لومړيتوبونه بايد د اسنادو او شواهدو پر بنسټ وي او يو څرګند پلان د دغو مرستو د لګولو په برخه کې ښه زمينه برابرولى شي.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله د بشري فعالانو د اندېښنو په اړه وويل، چې په افغانستان کې د امنيت موضوع يو تريخ حقيقت دى، چې ټول ورسره مخ دي، امنيتي ستونزې شتون لري او افغان حکومت اړ دى، څو په هغو سيمو کې چې بشردوستانه مرستو ته اړتيا ليدل کېږي، امنيت ټينګ کړي.

هغه زياته کړه، يو شمېر سيمې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، دا د هغوى اسلامي، ملي او بشري دنده ده، چې د بشري مرستو د رسولو لپاره زمينه برابره کړي.

خو ډاکټر عبدالله وويل، په کومو سيمو کې چې افغان دولت مسووليت لري نو دا بيا د امنيتي ځواکونو او حکومت دنده ده، چې د بشري فعاليتونو لپاره زمينه برابره کړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.