ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په کامه کې لېوانو خلک داړلي

د ننګرهار په کامه کې لېوانو خلک داړلي

author avatar
26 Nov 2014 - 14:54
د ننګرهار په کامه کې لېوانو خلک داړلي
author avatar
26 Nov 2014 - 14:54

جلال اباد (پژواک ٥ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې لېوان د سيمې څو اوسېدونکي داړلي چې دوه تنه د سختو ټپونو له امله مړي شوي هم دي.

چارواکي تاييدوي چې کوم وحشي حيوان څو تنه داړلي خو په ننګرهار کې د پژواک اژانس ويډيو خبريال تېره ورځ (د لېندۍ ٤مه) يادې ولسوالۍ تللى و او هلته يې د هغو کسانو د کورنيو له غړو سره مرکې کړي چې لېوانو داړلي.

د کامې ولسوالۍ د کندو کلي اوسېدونکي عبدالخالق هغه ځاىي اوسېدونکى دى چې وايي، لېوه ته ورته يوه حيوان يې مېرمن داړلې وه او بيا د سختو ټپونو له امله مړه شوه.

يوه ٤٠ کلن سړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې مېرمن يې لېوه داړلې وه چې سربېره له ډېرې درملنې د سختو ټپونو له امله مړه شوه.

دى وايي: ((دلته د لېوانو په څېر وحشي حيوانات پيدا شوي؛ زما مېرمنه يې وداړله او تر١٠ورځو وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه. دا ژوى انسان د مخ او غاړې په ساحه کې داړي او فکر کوم بيا نه رغېږي.))

ده وويل دا وحشي حيوان يې ليدلى، د لېوه په څېر دى خو د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د داړونکو حيواناتو شمېر څومره دى؟ وويل: ((يو خو موږ وواژه، ډېر دي او د ورځې هم ګرځي.))

د کامې ولسوال حاجي زلمي پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د لېوانو د پيدا کېدو اوازې شته او د ده په وينا د دوو – درېيو کسانو د داړولواوازه يې هم اورېدلې ده.

ولسوال وويل چې تر اوسه يې داړل شوي کسان په خپله نه دي ليدلي او نه هم تاييدوي چې ځيني داړل شوي کسان دې مړه شوي وي.

خو شېرين کاموي چې د سنګر سراى سيمې اوسېدونکى دى وايي چې يو کارېګر يې د لېوانو په څېر حيوان داړلى او اوس د درملنې لپاره پاکستان ته وړل شو‌‌ى دى.

کامه وي وايي: ((زه د ګنيو ګاڼۍ لرم، څو تنه کاريګر په کې کار کوي، يو يې د ننګرهار د خوږياڼو اوسېدونکى و چې څو ورځې مخکې لېوه داړلى دى. د مخ برخه يې ورته خوړلې ده.))

هغه وويل چې شاوخوا ٢٠ ورځې کېږي په دې سيمې کې لېوان پيدا شوي او د ده په وينا تر اوسه يې تر ١٥ ډېر کسان داړلي او څو يې مړه شوي دي.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت بايد د دغو لېوانو مخنيوى وکړي ځکه ځايي خلک يې وېرولي چې داړي يې.

د دې ولسوالۍ د مستالي اوسېدونکي جهانګير پژواک اژانس ته وويل چې د لېوانو په څېر دې ژوو يې د تره ښځه داړلې او د درمنلې لپاره يې پاکستان ته وړې ده.

هغه وويل چې په لرو پرتو سيمو کې يې نور کسان هم داړلي دي.

سيمه ييز خبريال او د کامې ولسوالۍ د مستالي سيمې اوسېدونکى اکرام الله اکرام پژواک ته تاييد کړه چې په سيمې کې يې لېوانو يوه مېرمنه داړلې ده.

هغه وويل: ((ما چې له څومره خلکو سره خبرې کړې وايي لېوان پيدا شوي او خلک داړي.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن (د لېندۍ ٥مه) د ولايت مقام په سپارښتنه د عامې روغتيا روغتون يو پلاوى يادې ولسوالۍ ته د څېړنو لپاره تللى دى.

هغه وايي داسې ګونګسې ور رسېدلي چې په سيمه کې لېوانو په څېر حيوان خلک داړلي خو تر اوسه رسمي شمېرې او د پېښو نښې نښانې ورسره نه دي ثبت شوي.

کامه د جلال ابادښار   شمال ختيځ ته پرته ولسوالۍ ده چې ډېرى خلک يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.