ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: پر سيمه حاکمه بېوزلي د زغم وړ نه ده

ولسمشر غني: پر سيمه حاکمه بېوزلي د زغم وړ نه ده

author avatar
26 Nov 2014 - 10:52
ولسمشر غني: پر سيمه حاکمه بېوزلي د زغم وړ نه ده
author avatar
26 Nov 2014 - 10:52

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٣): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سيمې په هېوادونو کې  د اقتصادي ستونزو د لرې کولو لپاره د سيمه ييزو پروګرامونو جوړولو او د مالي او بشري سرچينو همغږۍ ته اړتيا ده.

د ولسمشرۍ رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد ولسمشر محمداشرف غني  دغه مطلب تېره ورځ نيپال ته د سفر پر مهال  د نيپال په پلازمېنه کتماندو کې د انډيا توډي نشراتي ګروپ په دويمه نړيواله مجمع کې د ځانګړي وينا وال په توګه د وينا پر مهال بيان کړ.

سرچينې د ولسمشر غني له قوله ليکلي: ((له پام  وړ  پراختيا سره سره زموږ سيمه لا اوس هم د بېوزلۍ د ډېر بد ډول ځای دی او دا زموږ لپاره د زغملو وړ نه ده. همدا راز د  سوېلي اسيا د اقتصادي يوموټي توب له اړخه په ټيټه کچه کې قرار لري.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د دې ستونزې د حل غوښتونکي يو، نو موږ بايد د سيمې په کچه پر پروګرامونو کار وکړو، په متفاوت ډول د مالي او بشري سرچينو بسيج کولو ته اړتيا موجوده ده. ټول امکانات موجود دي، هغه څه چې حياتي دي هغه ټول موجود عناصر دي چې بايد په يو بنسټيز واحد سيستم کې منسجم شي.))

سرچينه د ولسمشرغني له قوله ليکي: ((موږ په داسې يو موقعيت کې قرار لرو چې کولای شو د سهار چای په ډيلي، د غرمې ډوډۍ په لاهور او د شپې ډوډۍ په کابل کې وخورو او په راتلونکې ورځ په دوشنبې او يا هم په تاشکند کې و اوسو.))

ولسمشر څرګنده کړه چې افغانستان يو وروسته پاتى هېواد دی چې ۳۶ سلنه خلک يې په  بېوزلۍ کې ژوند کوي او دغه وروسته پاتې والی يو ډول تاوتريخوالی دی. ده وويل چې سوېلي اسيا هره ورځ د تاوتريخوالي له يو ډول سره مخ ده.

ولسمشر غني په پکتيکا کې هغه ځان مرګي بريد ته په اشارې چې له امله يې زموږ يو زيات شمېر هېوادوال، په ځانګړي ډول ځوانان شهيدان شول، وويل چې هره ورځ د اسيا په سوېل کې له دغه ډول تاوتريخوالي او يا هم د ښځو، ماشومانو، معيوبينو او معلولينو او له ټولو زيات د بېوزلو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره مخ يو.

په پام کې ده چې  ولسمشر غني نن د  سوېلي اسيا د همکاريو د سازمان (سارک) د مشرانو په اتلسمه غونډه کې ګډون او  وينا وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.