ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختیځو ولایتونو کې زر تنه سیمه ییز پولیس پر دندو ګومارل کیږې

په ختیځو ولایتونو کې زر تنه سیمه ییز پولیس پر دندو ګومارل کیږې

author avatar
26 Nov 2014 - 19:36
په ختیځو ولایتونو کې زر تنه سیمه ییز پولیس پر دندو ګومارل کیږې
author avatar
26 Nov 2014 - 19:36

جلال اباد (پژواک ۵ ليندۍ ۹۳): د کورنيو چارو وزارت وايي، په ختييځو ولايتونو کې زر تنه سیمه ييز پولیس نوي پر دندو ګوماري.

دغه څرګندونې د ليندۍ په پنځمه، د ياد وزارت د سیمه ییزو پولیسو مشر جنرال علیشاه احمدزي په جلال اباد کې د ختیځو څلورو ولایتونو د ولایتي او امنیتي چارواکو او قومی مشرانو په ګډون جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ده وويل، له دې جملې څخه درې سوه تنه د ننګرهار، سل تنه د نورستان او شپږ سوه تنه د کونړ ولایت لپاره په پام کې نیول شوي دي.

هغه زياته کړه، له دې کاره یې موخه په دغو ولایتونو کې د خلکو د سر او مال د امنیت خوندیتوب دی.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد وویل، سیمه ییز پولیس د خلکو له منځه راوتلي او تر بل هر امنیتي ځواک نه د امنیت په ټینګولو کي اغېزمن دي.

د ده په وينا، ډاډه دی چې د دغه شمېر پولیسو په ځای پر ځای کولو سره به د ننګرهار ولایت د ناامنو سیمو امنیت لا خوندي شي.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل وویل، چې دغه سیمه ییز پولیس به تر ډېره په سرحدي ولسواليو کې په دندو وګوماري او اړتیا هم ورته شته،

نوموړی زياتوي، په کونړ کې ۱۲ مخالف ګوندونه او ۶۰۰۰ مخالف وسله وال فعالیت کوي، چې په یواځې ځان پولیس یې مخنیوی نه شي کولی.

د هغه په خبره، اوسمهال په اتو ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس لري.

خو د لغمان امنیه قوماندان بیا د نیوکې په توګه د کورنیو چارو وزات راغلو استازو ته وویل، چې لغمان سره یې د مور او میرې چلند کړی او شته پولیس یې ترې منفک کړي دي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زرو تنو سیمه ییز پولیسو تشکیلات داسې مهال منظورېږي، چې لا له وړاندې د امنيت د خوندي کولو په موخه، نږدې شپږ زره سیمه ییز پولیس پر دندو ګومارل شوی دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.