کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٣): د کابل پوليس وايي چې د کابل اتمې امنيتي حوزې اړوند ساحه او په قره باغ ولسوالۍ کې يې د دوو ترهګريزو پېښو مخنيوى کړى او شپږ کسه يې د نشه يي توکو د قاچاق او د موټرو د غلا په تور نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا نن (د لېندۍ ٥مه) پژواک ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرو له خوا د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د کارته نو غونډۍ پر سر اېښودل شوي چاودونکي توکي تېره ورځ ماښآم د پوليسو له خوا کشف او شنډ شوي دي.
همدارنګه د هاوان څلور مرمۍ هم د کابل- پروان د لويې لارې په اوږدو او د قرباغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوې چې د ترهګريزو بريدونو لپاره چمتو شوې وې.
خبرپاڼه زياتوي چې د دغو پېښو په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي، خو د کابل پوليسو د دغو مهماتو او چاودونو توکو د ځاى پر ځاى کوونکو په اړه جدي څېړنې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې د کابل پوليسو شپږ کسه د موټرو د غلا، وژنې او نشه يي توکو د قاچاق په تور د کابل په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د موټرو د غلا په تړاو د کابل ښار په ١٥مه امنيتي حوزه کې دوه کسه نيول شوي چې د د غلا په قضيه کې يې لاس درلود.
همدارنګه درې تنه د کابل ښار په اوومه او ١٦مه امنيتي حوزو کې د وژنې په تور، چې د وژنو په ځينو پېښو کې تورن دي، نيول شوي دي.
په ورته وخت کې د کابل د نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليس وايي چې څلور کسه يې د څه باندې دوه کيلوګرامه هيروينو د قاچاق په تور نيولي او دا مهال ترې د پوليسو څېړنې روانې دي.
خبرپانه زياتوي چې دغه څلورو کسانو تېره ورځ غوښتل چې نشه يي توکي له هېواده بهر قاچاق کړي چې ونيول شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن