ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله د دوستم د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

ډاکټر عبدالله د دوستم د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

author avatar
26 Nov 2014 - 14:06
ډاکټر عبدالله د دوستم د څرګندونو په اړه غبرګون وښود
author avatar
26 Nov 2014 - 14:06

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٣): د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله د عبدالرشيد دوستم د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د واک د مساوي وېش په اړه يې کړې، وايي چې په دې اړه له ولسمشر سره پر خبرو بوخت دى او کېدى شي چې ځيني کسان له دغو بحثونو ناخبره وي.

د ملي يووالي پر حکومت له هوکړې او د ولسمشر اشرف غني او د حکومت د اجرايي رييس ډاکتر عبدالله له لوړې کولو نږدې دوې مياشتې تېرېږي، خو لا هم نوې کابينه نه ده اعلان شوې.

د ډاکتر عبدالله ډله وايي چې تر اوسه د ولسمشر او اجرايي رييس تر منځ د واک د مساوي وېش په اړه وروستۍ خبرې نه دې شوې، له سياسي هوکړه ليک څخه چې له مخې يې د ملي يووالي حکومت جوړ شوى، بېلابېل ليدلوري او اخيستنې او له همدغه هوکړه ليک نه د دواړو لورو متفاوتې اخيستنې او د کابينې جوړېدو څرنګوالى، د دې لامل شوى چې تر اوسه کابينه معرفي نه شي.

خو د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي: ((ما هم اورېدلي چې ډاکټر صاحب عبدالله وايي چې واک دې پنځوس پنځوس ووېشل شي. دا خبره عملي خبره نه ده، تاسې قضاوت وکړئ چې پنځوس سلنه شوه، خو دوه دولته شول، دوه دولته چې شول دوه ولسمشران پيدا کېږي، وېش له دغه ځايه پيلېږي. بيا موږ نه شو کولى چې د خلکو لپاره کار وکړو، د ملت لپاره کار وکړو، د امنيت لپاره کار وکړو او په خپلو منځو کې به په کشمکش اخته وو.))

خو د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې د حکومت او کابينې د نوې کابينې د تشکيل په اړه د ده خبرې يوازې له ولسمشر اشرف غني سره دي او کېداى شي چې ډېر کسان (عبدالرشيد دوستم) په دې اړه معلومات ونه لري.

هغه وويل: ((اتفاقاً زه يوازې په دې برخه کې له ولسمشر سره خبرې لرم او که چېرې څوک زموږ له بحثونو نا خبره وي، زه څوک نه ملامتوم.))

د کابينې په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ډاکټر عبدالله د وياند مجيب الرحمن رحيمي په خبره، په لومړي ګام کې په احتمالي توګه لندن کنفرانس ته تر تګ وړاندې په کابينه کې د امنيتي او اقتصادي برخو کليدي پستونه معرفي شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.