ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب په پښتونکوټ کې درې مړي موندل شوي

د فارياب په پښتونکوټ کې درې مړي موندل شوي

author avatar
27 Nov 2014 - 15:04
د فارياب په پښتونکوټ کې درې مړي موندل شوي
author avatar
27 Nov 2014 - 15:04

ميمنه (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٣): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د دوو ملي پوليسو او يوه بوډا سړي مړي موندل شوي دي.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندرابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نا پېژانده وسله والو نږدې يوه مياشت وړاندې د غورماچ د پوليسو له ٥٠٠ کسيزې قطعې څخه دوه سرتېري تښتولي وو او نن يې مړي د پوليسو له خوا وموندل شول.

هغه زياته کړه چې تښتوونکو دغه سرتېري د رسۍ په وسيله وژلي دي.

نوموړي د دغو وژنو لامل قومي او سيمه ييز جنجالونه وبلل او زياته يې کړه چې د قضيې د عاملانو د نيولو هڅې پيل شوي دي.

هغه همدارنګه وويل چې پوليسو په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د يوه اويا کلن سړي مړى هم موندلى دى.

د انداربي په خبره، دغه کس عبدالرسول نومېده او د څارويو سوداګري يې کوله.

سرچينې زياته کړه چې دغه بوډا په دې وروستيو کې څو څاروي مزارشريف ښار ته د پلورلو لپاره بيولي وو  او د څارويو له پلورلو وروسته کور ته د راستنېدو پر مهال د لارې په اوږدو کې بې درکه شو.

هغه وويل، امکان لري چې غلو دغه کس د ورسره پيسو د اخيستو لپاره وژلى وي.

د وژل شوو کسانو د کورنيو غړي نن په فارياب کې د ولايت مقام مخې ته راټولې شوې وې او د يادو قضيو د عاملانو د نيولو غوښتنه يې کوله او ګواښ يې وکړ چې که چېرې دولت د دواړو وژل شوو پوليسو وژونکي پيدا نه کړي، دوى به يې خپله غچ واخلي.

 د مجيد ګليم باف په نوم پخواني جهادي قوماندان وويل چې د ملي پوليسو دغه دواړه سرتېري يې د کاکا زامن وو او ٣١ ورځې وړاندې کله چې له غورماچ څخه کور ته راتلل د پښتونکوټ ولسوالۍ په ګليم باف سيمه کې د غلام قادر رحماني، غلام محمد رحماني او د ولايتي شورا د مرستيال محمد طاهر رحماني له خوا له اقدره کلي وتښتول شول او په ناوړه بڼه وژل شوي دي.

نوموړي دغه دوه پوليس چې سره د کاکا زامن دي، د محمد نعيم او عبدالعزيز په نومونو ياد کړل.

يوه ٨٠ کلن کس چې ځان يې پژواک ته محمد نعيم معرفي کړ، وويل چې زوى يې له هېچا سره دښمني نه درلوده.

په ورته وخت کې ١٢ کلن محمد رسول وويل چې پلار يې عبدالعزيز د طاهر رحماني او غلام محمد رحماني له خوا وژل شوى او د کورنۍ اته غړي يې بې سرپرسته کړي دي.

خو د غلام قادر رحماني زوى او د ولايتي شورا مرستيال طاهر رحماني ورته ټولې ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې امکان لري دغه دوه پوليس د ګليم باف خلکو تر منځ د شته قومي اختلافاتو  او يا طالبانو له خوا وژل شوي وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.