ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسټراليايى لوبغاړى پر سر د توپ لګېدو له امله مړ شو

د کرکټ اسټراليايى لوبغاړى پر سر د توپ لګېدو له امله مړ شو

author avatar
27 Nov 2014 - 14:17
د کرکټ اسټراليايى لوبغاړى پر سر د توپ لګېدو له امله مړ شو
author avatar
27 Nov 2014 - 14:17

کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٣ ): د کرکټ يو اسټراليايى لوبغاړى فليپ هيوز د سر په برخه کې د توپ لګېدو له امله مړ شوى دى.

٢٥ کلن هيوز د تېرې سې شنبې په ورځ (د لېندۍ څلورمه) د اسټراليا د کورني کرکټ د يوې لوبې پر مهال توپوهنه کوله چې توپ يې پر سر ولګېد او بې هوښه شو.

هغه په امبولانس کې روغتون ته يوړل شو او له تېرو دوو  ورځو راهيسې په روغتون کې د کوما په حالت کې و.

د اسټراليا د کرکت ادارې د لېندۍ په ٦مه اعلان وکړ چې فليپ هيوز نن سهار وختي په روغتون کې ساه ورکړه.

د اسټراليا لومړي وزير ټوني ايبټ پر دې پېښې سخته خواشيني څرګنده کړې ده او د فليپ هيوز کورنۍ ته يې په کرکټ کې د هغه د  خدمتونو له امله پيرزوينې وړاندې کړې دي.

د کرکټ نړيوالې شوراد يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه اسټراليايي لوبغاړي پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.

د  افغانستان کرکټ بورډ هم د فليپ هيوز پر مړينه خواشيني څرګنده کړې، د اسټراليا کرکټ ادارې او د هغه له کورنۍ سره يې خپله غمرازي شريکه کړې ده.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر نور محمد پژواک اژانس ته وويل  چې د غم په دې پېښه کې دوى د اسټراليا له حکومت، کرکټ ادارې او د فليپ هيوز له کورنۍ سره شريک دي.

د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مدير بشير ستانکزى وايي چې فليپ هيوز د کرکټ ځوان لوبغاړى و او د خپل هېواد لپاره يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

د افغانستان د کرکـټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان نوروز منګل هم د هيوز پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.

د هيوز د مړينې له امله نن په ټوله نړۍ کې د کرکټ رسمي لوبې ځنډېدلې دي.

فليپ هيوز په ١٩٩٩ زېږديز کال کې د اسټراليا له خوا کرکټ پيل کړى و، هغه تر اوسه په ٢٦ ټسټ، ٢٥ يو ورځنيو نړيوالو لوبو او  يوه شل اووريزه لوبه ترسره کړې وه.

دا لومړى ځل نه دى چې د کرکټ لوبې پر مهال کوم لوبغاړى خپل ژوند له لاسه ورکوي، د کرکټ لوبې په تاريخ کې تر دې مخکې پنځو نورو لوبغاړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

تېر زېږديز  کال (۲۰۱۳) د اکتوبر د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سوېلي افريقې د لومړۍ درجې (فرسټ کلاس) کرکټ ٣٢ کلن  لوبغاړى ډيرن رانډال هم پر سر د توپ لګېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.