ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په بالابلوک کې ۹۰ سلنه ښوونځي غير فعال دي”

“په بالابلوک کې ۹۰ سلنه ښوونځي غير فعال دي”

author avatar
27 Nov 2014 - 18:07
“په بالابلوک کې ۹۰ سلنه ښوونځي غير فعال دي”
author avatar
27 Nov 2014 - 18:07

فراه (پژواک ۶ لیندۍ ۹۳): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ ځوانان وايي، د دولت د نه پاملرنې له امله د دې ولسوالۍ ۹۰ سلنه ښوونځي غیر فعال دي، خو چارواکي دا خبره نه مني.

د بالابلوک ولسوالۍ د ځوانانو او د فراه د چارواکو ترمنځ لومړنۍ مناظره، نن د دې ولسوالۍ د ځوانانو د شورا په نوښت په فراه ښار کې ترسره شوه، چې په کې د دې ولسوالۍ سلګونو ځوانانو او د فراه ولایت د پوهنې، عامې روغتیا او د اطلاعاتو او کلتور رييسانو ګډون کړی وو.

په دې مناظره کې د بالابلوک ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر عبدالمالک جهاني وویل، په دې ولسوالۍ کې له درې کالو راهیسې ۹۰ سلنه ښوونځي غیرفعاله دي او یواځې څو يې نیمه فعال دي.

ده زياته کړه، په ټول بالابلوک کې ۱۵ ښوونځي شته، چې پرسونل يې د پوهنې له ریاست څخه معاش اخلي، چې یواځې ۳ ښوونځي يې نیمه فعاله دي، نور پاتې ټول غیر فعاله دي.

د هغه په وينا، دغه درې نیمه فعاله ښوونځي د دې ولسوالۍ په کنسک، نوآباد او د شیخ لالا په سیمو کې دي، چې هغه هم په اونی کې یواځې څو ورځې په کې درس شته.

دی زياتوي: ((غیر فعاله په دې معنا چې یواځې د ښوونځي تعمیرونه شته، خو هېڅ درس په کې نشته؛ مدیران او ښوونځي ټول د فراه په ښار اوسېږي او هره میاشت خپل معاش اخلي، له زده کوونکو نه هم هېڅ خبره نشته.))

جهانی وايي: ((که څه هم بالابلوک د فراه یوه له ناامنو سیمو څخه شمېرل کېږي، خو په تېرو دیارلسو کلونو کې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو له فعالیت سره یې مخالت نه دی کړی او اوس يې هم نه کوي.))

دي وايي: ((ان دا چې په دې وروستیو کې دوی په خپله موږ ته “مشوره راکړې ده”، چې پوهنې ریاست سره دې خبرې وکړي، چې د ولسوالۍ په شیوان کلی کې یو دارالعلوم جوړ کړي.))

ده زیاته کړه: ((اوسمهال د شیخ لالا په کلي کې یوه ابتدایي ښوونځي کې درس روان دی، چې هغه کلی د طالبانو مرکز هم دی.))

د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې د پوهنې اداره شتون نه لري او د پوهنې ریاست دې ولسوالۍ ته د پوهنې لپاره يو داسې آمر ټاکلی دی، چې په خپله په ښار کې اوسېږي.

ده وویل: ((دا څلور کاله کېږي، چې زه په بالابلوک ولسوالۍ کې یم، خو ما یواځې یو ځل د پوهنې آمر لیدلی دی.))

د همدې ولسوالۍ د ځوانانو د شورا منشي انجنیر محمود وویل، د پوهنې ریاست د دې ولسوالۍ ښوونځيو ته هغه ښوونکي ګومارلي، چې د زیاترو يې کورونه په فراه ښار کې دي او په میاشتو او کلونو کې هم ښوونځي ته نه ځي.

ده زياته کړه، په ټول بالابلوک کې یواځې د دهزکي په سیمه کې یوه د نجونو متوسطه وه، چې سلګونه نجونې په کې لوست کاوه، خو هغه هم له دوو کالو راهیسې د نه پاملرنې له امله غیر فعاله شوی دی.

محمود وايي: ((د پوهنی ریاست یواځې د دې ولسوالۍ ښوونکو ته معاش ورکوي، خو ترې څارنه نه کوي، چې دوی خپلو دندو ته حاضر دي او که نه.))

د نوموړي په خبره، بالابلوک د فراه یوه لویه سیمه ده او باید په کې نور نوي ښوونځي هم جوړ شي.

هغه د بېلګې په توګه وويل، چې اوسمهال د شیوان او آب خورما په سیمو کې چې هیېڅ ښوونځي نشته او زمینه هم ورته برابره ده، دولت دې هلته نوي ښوونځي جوړ کړي.

د دې شورا یوه بل غړي میرویس وویل، دولت د دې ولسوالۍ پوهنې ته پاملرنه نه کوي، ځوانان مو ټول بې لوسته پاتې شول، چې همدغو ځوانانو یا جګړې ته مخه کړې ده او یا نشه يي توکو ته.

خو د فراه ولایت د پوهنې مشر انجنير محمد صابر فاروقي پر ځان دا تورونه نه مني او په دې کار کې د ولسوالۍ چارواکی او مسوولین ګرم بولي.

د هغه په وينا، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۵ ښوونځي فعاله دي او ۷۰ ښوونکي لري.

هغه زیاته کړه: ((تاسو پوهېږئ چې بالابلوک یوه ډېره ناامنه سیمه ده، چې موږ په خپله هلته تلای نه شو.))

فاروقي وايي: ((موږ د څارنې لپاره دی ولسوالۍ ته د نظارت آمر ټاکلی دی او هغه په هره میاشت کې موږ ته د دې ولسوالۍ د انکشافي شورا د مشر او د ولسوال په لاسلیک سند راوړي، چې هلته ښوونځي فعاله دي او په کې لوست جریان لري.))

دی زياتوي، په دې کار کې لومړی د ولسوالۍ چارواکي ګرم دي، چې که ښوونځي نه دي فعاله، نو ولې يې دوی تاییدوي او دویم دا چې، په خپله خلک پړ دي، چې ولې حقیقت دوی ته نه وایي.

بالابلوک د فراه له مهمو ولسوالیو څخه ده، چې د فراه له مرکزه ۵۰ کیلومتره واټن لري او ۹۹ کلي لري.

د کارپوهانو په باور، بالابلوک د فراه ولایت د ((شاه رګ)) حیثیت لري، ځکه چې د فراه-هرات او فراه-کابل لویه لاره د همدې ولسوالۍ له منځه تېرېږي او که دا لاره پرې او ناامنه شي، له فراه څخه نورو ولایاتو ته د تلو بله ځمکنۍ لاره نشته.

د یادولو وړ ده، چې تېره اونۍ د فراه د مرکز په نوبهار کلي کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د نجونو یو ښوونځی وسوځول شو؛ خو طالبانو دا عمل رد کړ او ويې ویل چې دا د دوی کار نه دی.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.