ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ٢٠٨ ښوونځي ودانۍ نه لري

د پکتيا ٢٠٨ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
28 Nov 2014 - 14:51
د پکتيا ٢٠٨ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
28 Nov 2014 - 14:51

ګردېز (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي د پوهنې پر وزارت او مرستندويه بنسټونو نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې يې ځينو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو ژمنه کړې خو د کال په پوره کېدو يې لا هم په دې برخه کې ګام نه دى پورته کړى.

د پکتيا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اسلام الدين منګل وايي، د پوهنې وزارت او يو شمېر مرستندويو بنسټونو له دوى سره تېر کال ځينو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو ژمنه کړې وه.

د منګل د معلوماتو له مخې، په پکتيا کې ٣٦٥ ښوونځي او وړې ښوونيزې ادارې شته چې له دې ډلې ۲۰۸ يې ودانۍ نه لري.

دى زياتوي، په دغو کې ځيني داسې ښوونځي هم شته چې د ودانۍ جوړېدو ته يې زده کوونکو څو کلونه انتظار کړی او لا هم په تمه دي.

منګل يو ځل بيا پر مرستندويه ادارو او پوهنې وزات غږ وکړ چې په راتلونکي کال کې له دوی سره هم پخوانۍ ژمنې عملي کړي او هم د راتلونکي کال لپاره ورته مرسته په پام کې ونيسي.

دی وايي چې د هر کال په تېرېدو په دغه ولايت کې د زده کوونکو د شمېر د ډېروالي له امله نوي ښوونځي رامنځته کېږي او ورسره د ودانيو اړتيا هم ډېرېږي.

له بلې خوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې د ښوونځيو د ودانيو نشتوالي د دوى پر اولادونو د زده کړې شرايط سخت کړي دي.

د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو د سيمې يو اوسېدونکی فيض الله وايي چې د دوى په سيمه کې د يوې لېسې د ودانۍ د جوړولو چارې دوه کاله مخکې پيل شوې وې چې لا هم بشپړې شوې نه دي.

فيض الله د پوهنې له وزارته غواړي چې د دوى د سيمې دې ستونزې ته ژر تر ژره د پاى ټکى کېږدي.

د پکتيا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وايي چې که مرستندوى بنسټونه او د پوهنې وزارت مالي اسانتياوې برابرې کړي نو د راتلونکي کال لپاره يې د ۳۰ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړول په پام کې نيولي دي.

نوموړی وايي چې په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي تر څو د پکتيا د زده کوونکو ستونزه يو څه هواره کړي.

په پکتيا کې د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي د ستونزې ترڅنګ ځينې نورې ستونزې هم شته چې د پوهنې بهير يې ټکنى کړى دى.

د تعليمي نصاب د کتابونو کموالى، د مسلکي ښوونکو کمښت، د زده کړې ټيټ کيفيت، د څارنې او پلټنې د سيستم نشتوالی هغه څه دي چې پکتياوال يې د معياري ښوونې او روزنې کموالى په ګوته کوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.