ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځدراڼ قوم د پکتيکا ځانمرګى بريد په کلکه وغانده

author avatar
28 Nov 2014 - 16:07
author avatar
28 Nov 2014 - 16:07

خوست ښار (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): پکتيا، پکتيکا او خوست – لويې پکتيا – د ځدراڼو د قوم لسګونه مشرانو، ديني عالمانو، سپين ږيرو او ځوانانو نن په خوست کې د يوې غونډه په ترڅ کې د پکتيکا د تېرې اوونۍ ځانمرګی بريد په کلکه وغانده.

د لويې پکتيا د ځدراڼو د ټولنې مشر لايق شاه ځدراڼ غونډې ته په خبرو کې د پکتيکا د يحيی خېلو ولسوالۍ د واليبال د لوبو په ميدان کې ياد ترسره شوی ځانمرګی بريد غير انساني، غير اسلامي او وحشيانه عمل وباله.

نوموړي وويل چې دا ډول بريدونه د ځينو ګاونډيو هېوادونو د مستقيمې لاسوهنې په پايله کې رامنځته کېږي او افغان دولت مکلف دی چې د مخنيوي په برخه کې يې کوټلي ګامونه واخلي.

لايق شاه په دې اړه زياته کړه: “موږ له افغان حکومت څخه جدي غوښتنه کوو چې د پکتيکا د ځانمرګي بريد عاملين چې تر سلو ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ونيسي او سزا ورکړي.”

د پکتيکا د يحيی خېلو د پړاو په کلي کې د تېرې يکشنبې په مازديګر د واليبال د لوبې پر مهال چې سلګونو خلکو يې ننداره کوله، يو تن پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د دغه ولايت د ځايي چارواکو په وينا، ياد بريد د لسو سيمه ييزو پوليسو او د هغوی د درېيو قوماندانانو په ګډون تر ۶۰ زيات ملکي وګړي ووژل او ۷۳ نور يې ټپيان کړل.

دغه پېښه په ملي او نړيواله کچه وغندل شوه او له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه شوې، چې په دغه بريد کې ښکېل کسان ونيسي او د قانون له مخې ورته سخته سزا ورکړي.

په خوست کې د ځدارڼو د قوم مشر ډاکتر محمد ګل ببرک زوی يادې غونډې ته وويل چې افغانستان تر بل هر څه مخکې سولې او ثبات ته زياته اړتيا لري چې پرته له دې هېواد هيڅ پرمختګ نه شي کولای.

نوموړي د ځدراڼو د قوم په استازۍ له ولسمشر محمداشرف غني په کلکه وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره پر يوه پياوړي ميکانيزم او تګلاره کار وکړي.

هغه زياته کړه: “که په هېواد کې سوله ټينګه نه شي، نه نوی حکومت څه پايله لري او نه به افغانان يو موټی شي. ولسمشر ته په کار ده چې د سولې د ټينګښت لپاره له اوسنۍ برابرې شوې زمينې ښه ګټه واخلي.”

همدارنګه د ځدارڼو د يادې غونډې يو شمېر نور ګډونوال بيا له تېر ديارلس کلن حکومته په دې ګيله من وو چې ګني د دوی په سيمو کې يې په هيڅ برخه کې اسانتياوې نه دې رامنځته کړې.

ډګروال موسی جان ځدارڼ له پژواک اژانس سره په خبرو کې له نوي حکومته په ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې د بيارغونې د پروژو او د پوهنې د پياوړتيا ترڅنګ په ځينو نورو برخو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د دغه قوم يوه ځوان او ژورنالېست عبدالبصير بينا يادې غونډې ته په خبرو کې د ولسمشر حامد کرزي پر دولت له دې امله سخته نيوکه وکړه چې د دغه ولايت د ځوانانو لپاره يې هيڅ ډول کار نه دی کړی.

بينا وويل، ځدراڼ د هېواد له سترو قومونو څخه ګڼل کېږي چې د ځوانانو شمېر يې خورا زيات دی، خو هغه هيلې چې دوی له تېر دولت څخه لرلې، له خاورو سره خاورې شوې.

نوموړي زياته کړه: “زموږ ځوانان زده کړو ته لاسرسی نه لري او که لري يې، ډېر محدود دى. ځوانانو مو د بې کارۍ له امله نشه يي توکو ته مخه کړې. زموږ ځوانانو ته دې د زده کړو ترڅنګ کاري زمينې هم برابر شي.”

د يادونې وړ ده، ځدراڼ د لويې پکتيا په کچه په يوولسو ولسواليو کې مېشت قوم دی چې له دې ډلې پنځه ولسوالۍ په پکتيکا، درې په پکتيا او درې نورې هغه يې په خوست کې پرتې دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.