ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیاف: د سولې لپاره باید جدي او عملي اقدامات وشي

سیاف: د سولې لپاره باید جدي او عملي اقدامات وشي

author avatar
28 Nov 2014 - 20:41
سیاف: د سولې لپاره باید جدي او عملي اقدامات وشي
author avatar
28 Nov 2014 - 20:41

کابل ( پژواک، ۷ لیندۍ ۹۳ ) : جهادي مشر او د ولسمشرۍ پخوانی کاندید استاد سیاف وایي چې په هیواد کې دامنیت د تامین او سولې لپاره پریکنده پرېکړو، جدي او معقولو امادګیو ته اړتیا ده.

استاد عبدالرب الرسول سیاف دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې کړي چې د لیندۍ به ۷مه پژواک خبري اژانس ته لیږل شوې ده.

هغه په هیواد کې د وروستیو نا امنیو ته په اشارې سره یلي چې د هیواد امنیتي حالت ډیر خراب او د مظلومو هیوادوالو حالت دردوونکی دی.

ده زیاته کړې : (( په هیواد کې دامنیت د تامینولو او سولې لپاره اړینه ده، چې حکومت پرېکنده پریکړې وکړي معقول او جدي امادګۍ ونیسي.))

استاد سیاف ویلي چې په هیواد کې دسولې او ثبات لپاره ددیپلوماتیکو هلوځلو ترڅنګ دولت باید یو لړ نور اقدامات هم په لاره واچوي.

د هغه به وینا، دولت باید له هغو کسانو سره چې په هیواد کې دننه د دښمنانو او ترهګرو په ګټه کار کوي او له سرحدونو څخه ترهګر تر هدفونو پورې رسوي، جدي او قانوني چلند وکړي او د ملت او هیواد پر وړاندې د هغوی د خیانت ژبه لنډه کړي.

استاد سیاف دغه راز ویلي : (( زه یقین لرم، چې د دولت دغه اقدام سره به ۵۰ سلنه نا امنۍ کمې شي او دې کار سره به په هیواد کې دسولې لپاره د خبرو اترو پروسه ګړندۍ کړي. ))

دغه راز نوموړي د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو غوښتنه هم کړې ده.

استاد سیاف دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هیوادو په بیلا بیلو سیمو کې امنیتي پيښې زیاتې شوې او یواځې په تیرو دوو اونیو کې په کابل کې لس چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي چې دیو شمیر دولتي سرتیرو ترڅنګ ګڼ شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.