مزارشريف (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د يوه ماين چاودنې له امله درې عام وګړي ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې شوې ده.
هغه وايي چې چاودېدونکي توکي د مزار شريف ښار د مېوې په مارکېټ کې د سبزيو په يوه لاسي کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د دراني په وينا، په ياده پېښه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چادونې په سيمه کې يوه عيني شاهد محمدالله هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په پېښه کې يواځې درې تنه ټپيان شوي دي.
خو محمدالله په خواشينۍ سره وويل په تېرو پنځو مياشتو کې دا درېيم ځل دى چې په دې سيمه کې چاودنه کېږي او له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن