ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو او ماینونو جوړولو یو مرکز کشف کړی

ملي امنیت په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو او ماینونو جوړولو یو مرکز کشف کړی

author avatar
28 Nov 2014 - 19:53
ملي امنیت په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو او ماینونو جوړولو یو مرکز کشف کړی
author avatar
28 Nov 2014 - 19:53

کابل ( پژواک، ۷ لیندۍ ۹۳ ) : د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې په کابل ښار کې یې د حقانی ډلی  د ځانمرګو واسکټونو، مقناطیسی ماینونو او چاودیدونکو توکو د جوړونې یو ستر مرکز کشف کړی دی.

د ملی امنیت لوی ریاست لخوا دلیندۍ په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې منسوبینو یې په تیرو ۳ ورځو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترسره کولو سره یواځې په کابل ښار کې ځیني ترهګریزې شبکي له منځه وړی دي.

سرچینې زیاته کړې چې له دې جملې څخه د ځانمرګو واسکټونو، مقناطیسی ماینونو او چاودیدونکو توکو د جوړونې د یو ستر مرکز کشفیدل دي.

په خبرپاڼه کې راغلی دي ، چې دغه مرکز د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د حقانی ډلي لخوا جوړ او د یاد مرکز مسوول په نوم د صفت الله د حقانی شبکي د استخباراتو مسوول شیرخان منګل لخوا ګمارل شوی د وو.

د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې شیرخان منګل د صفت الله نومې شخص  تره دی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو د ۴مې ادارې رییس وو، دغه خطرناکه شبکه په ډیر مهارت سره د کابل ښار د اتمې ناحیی په اړوندو سیمو کې د معاملاتو رهمنا تر پوښښ لاندې ایجاد شوې وه، چې د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا کشف او له منځه یووړل شوه.

په  خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د ۱۳۹۳ کال د لړم د میاشتې له ۲۲ مې نیټې څخه د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ  تر ۵ مې پورې ۴۰ تنه ترهګر په کابل ښار کې، ۲۹ تنه په ننګرهار ولایت کې، ۱۹ تنه ترهګر په خوست ولایت کې، ۷ تنه ترهګر په بغلان ولایت کې، ۵ تنه ترهګر په غزنی ولایت کې او ۴ تنه ترهګر په کندهار ولایت کې نیولي دي، چې په نیول شویو کسانو کې ځیني بهرني تروریستان هم شامل دي.

سرچینې ویلي  (( زموږ هیوادوال باید په دې پو وي چې د دښمن په سلو  پلانونو کې یواځې درې یې عملي کیږي او پاتې ۹۷ نور پلانونه یې د امنیتی ځواکونو لخوا خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه شنډ او یا هم له منځه وړل شوي دي.))

وسلوالو طالبانو د ملي امنیت یاده ادعا رد کړې ده.

ملي امنیت په داسې حال کې د حقاني شبکې دیاد مرکز د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی، چې په تیرو دوو اونیو کې په کابل ښار کې لس چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي چې له امله یې دیو شمیر دولتي سرتیرو ترڅنګ ګڼ شمیر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.