کابل(پژواک، ٨ لېندۍ ٩٣): د کابل پوليسو شپږ تنه په وژنو کې د لاس درلودو په تور او يو بل تن د يوه شرکت د ٥٣ ايرکنډېشنونو د غلا په تور نيولي او د يوه تخريبي عمل مخه نيول شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شپږ تنه په قره باغ ولسوالۍ کې د الماس په نوم د يوه شخص د وژنې په تور ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
سرچينې ليکي چې د ايرکنډېشنونو د غلا په تړاو يې يو تن د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نيولى دى.
په خبرپاڼه کې ددغې وژنې او غلا په اړه د نورو جزيياتو له ورکړې پرته راغلي چې ياد کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د کابل پوليسو په د ده سبز ولسوالۍ مربوطاتو کې هم د يوه ترهګريز بريد مخنيوى کړى دى.
سرچينې ليکلي چې له چاودېدونکو توکو يوه ډګه بوشکه د ده سبز ولسوالۍ د سړک نو واټ په اوږدو کې ځاى پر ځاى شوې وه چې تېره ورځ د کابل پوليسو له خوا کشف او شنډه شوه.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې ددغې قضيې په تړاو يې څوک نه دي نيولي، خو د پېښې د عاملانو د پېژندلو په اړه د پوليسو څېړنې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو شاوخوا دوو اونيو په اوږدو کې په کابل ښار کې د وسله والو مخالفينو لس بريدونه شوي، چې زياتره قربانيان يې ملکي وګړي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن