کابل(پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣): د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال محمد ظاهر ظاهر چې تېره ورځ يې له خپلې دندې استعفا ورکړه، د کابل د امنيه قوماندان په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي ددغه ټکي په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جنرال ظاهر استعفا نه ده منل شوې او حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې نوموړى دې د کابل امنيه قوماندان په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ستانکزي تېره ورځ ويلي و چې د کورنيو چارو وزارت د لوى پاسوال ظاهر استفعا منلې ده.
همدارنګه تېره ورځ دا راپور هم خپور شو چې د بلخ امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي د کابل امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن