ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غوره حکومتوالي د اداري فساد په شتون کې نه شي راتلاى

غوره حکومتوالي د اداري فساد په شتون کې نه شي راتلاى

author avatar
1 Dec 2014 - 00:00
غوره حکومتوالي د اداري فساد په شتون کې نه شي راتلاى
author avatar
1 Dec 2014 - 00:00

زرنج (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣): د نيمروز اوسېدونکي وايي چې لا هم په دغه ولايت کې حکومتوالي کمزورې ده او تر هغو چې د فساد رېښې غوڅې نه شي او عاملان يې جزا ونه ګوري؛ غوره حکومتوالي نه شي رامنځته کېدلى.

دوى پر دې باور دي چې په نيمروز کې ځوان او تحصيل کړي ځواک ته زياته پاملرنه نه ده شوې او تر څنګ يې سربېره پر دې چې په ځايي ادارو کې فساد شته، د عامه ګټو او بنسټيزو پروژو په برخه کې هم پاملرنه نه ده شوې.

خلک له دولته غواړي چې د فساد ټغر ټول او غوره حکومتوالي رامنځته کړي، څو په تېرو ١٣ کالونو کې د خلکو پيکه لېوالتيا او همکاري له منځه ولاړه شي او له دولت سره نه شلېدونکي او پياوړې اړيکې جوړې کړي.

يو شمېر خلک بيا وايي چې په نيمروز کې حاکميت په ميراثي بڼه پاتې او تل يو ځانګړى پوړ واکمن پاتې شوى دى.

د نيمروز د مدني ټولنې يوه غړي عبدال پژواک خبري اژانس ته وويل، څوک چې د قدرت په سر کې دي، تل دا فکر کوي چې نيمروز دې په همدې بڼه پاتې شي او د هېواد په کچه دې همداسې مطرح وي، د دې لپاره چې د نيمروز عوايد مرکز ته ونه لېږدول شي، غواړي چې د دوى همفکره او همنظره کسان مقرر شي.

هغه زياته کړه تحصيل کړي او اهل ځوانان هېرېږي او هغو کسانو ته کار ورکول کېږي چې وړتيا او استعداد يې نه لري او دغه چاره د دې لامل شوې چې په نيمروز کې چندان پرمختګ رامنځته نه شي.

دغه مدني فعال وويل: ((اوبه له پاسه خړې دي، اداري فساد د ولسمشرۍ له رياست پيل او تر عادي مامورينو رسېدلى دى او دولت بايد د اداري فساد د جرړو په ايستلو کې اقدام وکړي او فساد له منځه يوسي، نه دا چې له څانګې يې پرې کړي چې له بدغه مرغه د دولت اقدماتو کوم ځاى نه دى نيولى.))

دا په داسې حال کې ده چې نړيوالې ټولنې د جاپان په توکيو کنفرانس کې له افغانستان سره د ١٨ ميليارده ډالرو ژمنه کړې وه چې افغانستان بايد له اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي او مرستې رڼې ولګوي، غوره حکومتوالي رامنځته کړي او بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو رعايت وکړي.

په دغه کنفرانس کې چې د ١٣٩١ لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې د افغانستان د اقتصادي پراختيا او بيا رغونې په اړه د نړۍ د څه باندې ٨٩ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون جوړ شو، يادونه وشوه چې که افغانستان په دې برخه کې جدي ګامونه وانه خلي، نو مرستې نه کېږي.

ښځې هم حکومتوالي کمزورې بولي او وايي چې اداري فساد تر ډېره په هغو ادارو کې زيات دى چې عوايد يې زيات وي.

په نيمروز کې د ښځو ټولنې يوې مشرې شاه ګل ګلزاده وويل چې نيمروز له دې امله چې له ايران سره پر پوله پروت او په دغه ولايت کې د سوداګرۍ حجم زيات دى، فساد يې په ځينو ادارو په ځانګړي ډول د ډېرو عواېدو په درلودونکو ادارو کې زيات دى.

هغه زياته کړه چې نيمروز زيات عوايد لري، خو هېڅوخت دغه عايد د نيمروز خلکو په ځانګړي ډول د بېوزلو او بې سرپرستو ښځو په درد نه خوري او په زرګونو ښځې لا هم د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره سرګردانه دي.

خلک په ځانګړي ډول کروندګر د اوبو د ستونزې په اړه شکايت کوي او وايي چې دولت تر اوسه پر دې نه دى توانېدلى چې د کمال خان بند جوړ او دغه ستونزه حل کړي.

د چهاربرجک ولسوالۍ يوه کروندګر ګل رحيم پژواک ته وويل چې په نيمروز کې تر ټولو مهم کار چې بايد شوى واى، د کمال خان بند رغونه ده چې په تېرو ١٣ کلونو کې د نړيوالې ټولنې د ميليونونو ډالرو په راتلو سره هم د نيمروز خلک پر دې ونه توانېدل چې له خپلو اوبو ګټه واخلي.

دغه کروندګر زياته کړه: ((زموږ ځمکې د اوبو د کمښت له امله وچېږي او موږ په ستونزمن ډول کولى شو چې تر ځمکې لاندې اوبه د واټرپمپ په وسيله په زيات لګښت وکاږو او خپلې ځمکې پرې خړوبې کړو چې چندان حاصل نه ورکوي.))

هغه زياته کړه چې که چېرې کمال خان بند جوړ شي، نه يواځې چې د نيمروز خلک، بلکې ګاونډي ولايتونه به هم خړوب کړي.

کمال خان بند په چهار برجک ولسوالۍ کې پر هلمند سيند جوړېږي. د دغه بند د رغولو کار په ١٣٥٢ کال کې پيل شو او ٤٠ سلنه مخته ولاړ، خو په ١٣٥٧ کال کې د غويي له کودتا وروسته نيمګړى پاتې شو.

د کمال خان بند لومړۍ برخه د هلمند سيند په يوه اړخ کې د خاورين دېوال په بڼه د څه باندې درې کيلومترو په اوږدوالي سره د “تدس” په نوم تاجکي شرکت له خوا درې کاله وړاندې جوړ شو او پر دويمه برخه يې کار روان دى.

بالاخره د دغه سل ميليون ډالري پروژې کار چې د نړيوال بانک له خوا تمويلېږي، په معياري بڼه د توربين او نورو تجهيزاتو په رغولو سره په راتلونکو کلونو کې بشپړېږي چې پر جوړېدو به يې ٨٠ زره هکتاره ځمکه خړوبه اوڅه باندې اته ميګاواټه برېښنا به توليد کړي.

يو شمېر نور بيا په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد له شتون څخه شکايت کوي او هغه د کمزورې حکومتوالۍ څرګندوى بولي.

د نيمروز د مرکز زرنج ښار يوه هټيوال رباني وويل چې څلور وروڼه دي، له پلاره ورته يوه حويلۍ په ميراث پاتې ده، دا چې وروڼه مو د ميراث په وېش سره موافق نه شول، په عدلي او قضايي ادارو کې يوه دعوا لري، خو دغه ادارې رشوت غواړي او وايي چې له پيسو پرته يې کار نه اجرا کېږي.

هغه زياته کړه چې له تېر يوه کال راهيسې په دغو ادارو کې سرګردانه دى، خو د دوى کار له پيسو پرته مخکې نه ځي او دوى نه غواړي چې رشوت ورکړي؛ ځکه چې رشوت ورکول او رشوت اخيستل دواړه حرام دي.

دغه هټيوال وويل: ((کله چې په دولت کې فساد وي، خلک سرګردانه شي او رشوت ورکړي، څنګه کولى شو ووايو چې غوره حکومتوالي شته.))

د نيمروز د ولايتي شورا رييس محمد صديق چخانسوري هم په ځينو دولتي ادارو کې د فساد د شتون په اړه نيوکه وکړه او د فساد لامل يې د قانون نه پلي کول او امنيتي ستونزې وبللې.

هغه وويل: ((که چېرې نوى دولت د قانون د پلي کولو تصميم ولري او کولى شي چې نسبي امنيت راولي، نو د فساد رېښې به پرې شي.))

خو د نيمروز د څارنوالۍ رييس خوشحال شفا وويل چې دولت له مفسدينو سره د قانوني چلند تصميم لري او په تېر کې يې هم له دې ناوړه ښکارندې سره مبارزه کړې او پر فساد يو شمېر ککړ کسان يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

هغه وويل چې په پنځو وروستيو کلونو کې ١١ دولتي کارکوونکي له فساد سره د مبارزې په تړاو نيول شوي او قانون ورباندې پلى شوى دى.

شفا د دوى د هويت او جرم د څرنګوالي په اړه معلومات ورنه کړل او زياته يې کړه چې دوى په راتلونکي کې هم له فساد سره پر مبارزه کې جدي دي، خو دولت په يوازېتوب سره نه شي کولى چې له دې ناوړه ښکارندې سره مبارزه وکړي، خلک بايد له دولت سره د مفسدينو په پېژندلو کې همکاري وکړي.

بلخوا د نيمروز مرستيال والي محمدقاسم خدري د اداري فساد په اړه وويل چې نيمروز هم د افغانستان يوه برخه ده او له همدې امله دغه ښکارنده د هېواد په کچه او د دغه ولايت په ځينو ارګانونو کې شتون لري.

خو هغه زياته کړه چې د خپل صلاحيت په اندازه يې هڅې کړې او د چارو د سمون په موخه پرمختګ شوى دى، په ادارو کې د فساد په کچه کې د پام وړ کمښت راغلى دى.

د نيمروز مرستيال والي په دې اړه چې خپله د نيمروز خلکو ته په دولتي ادارو کې څومره ونډه ورکړل شوې؟ وويل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دى او هر کس کولى شي چې د وړتيا او اهليت له مخې کار وکړي.

خدري زياته کړه چې همد اوس اکثره ملکي، قضايي او امنيتي ادارې د داسې کسانو په واک کې دي چې د نورو ولايتونو دي، خو دوى د وړتيا او د حکومتوالۍ د پرنسيپ پر بنسټ مقرر شوي او په دې برخه کې د نيمروز او نورو ولايتونو د اوسېدونکو تر منځ څه توپير نشته دى.

هغه څرګنده کړه چې دوى تل له فساد سره مبارزه کړې او په راتلونکي کې به هم په خپله دې مبارزه کې جدي وي.

د ويلو ده چې ولسمشر اشرف غني د تلې په مياشت کې د لوړې تر مراسمو وروسته په خپله لومړنۍ وينا کې پر مققنه، قضايه او اجرائيه قوو کې پر بنسټيزو اصلاحاتو ټينګار وکړ او ويې ويل: ((په دولتي ادارو کې اداري فساد نه شو زغملى او د دې شومې ښکارندې د لاملونو د ورکولو لپاره به هر اړخيزه هڅې وکړو.))

نوموړي غوره حکومتوالي له خپلو کاري لومړيتوبونو ياده کړه او ويې ويل چې عدالت د اسلام مبين دين بنسټ دى او قضات د عدالت د اجرا مسووليت لري، په قضايه قوه کې چې د شريعت او قانون هنداره ګڼل کېږي، بايد روڼتيا حاکمه وي، خو له بدغه مرغه چې په قضائيه قوه کې د فساد تورونه شته دي او فساد په قضائيه قوه کې د ناامنۍ لپاره لاره هواروي چې بايد پاى ته ورسول شي.

په ورته وخت کې د نيمروز ځايي چارواکي وايي چې ځايي ادارې په څو تېرو کلونو کې ځينې لاسته راوړنې هم درلودې چې له دې ډلې د زرنج – دلارام د لويې لارې پخول، له ايران سره پر پوله د ورېښم پل جوړول، د زرنج د شکري هنر د ٤٩ کيلومتري کانال پاکول، په کنګ ولسوالۍ کې د ٣٠ کيلومترو په اوږدوالي د سيخ سرکانال، د ولايتي پنځوس بستريز روغتون رغونه د هوايي ډګر د کار پيلېدو نوم اخيستلى شي چې دا خپله د غوره حکومتوالۍ شتون څرګندوي.

د زرنج – دلارام لويه لاره ٢١٤ کيلومتره اوږدوالى لرى او د هندوستان په ١٥٠ ميليون ډالر بلاعوضه مرسته په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې قير شوه چې د افغانستان او ايران تر منځ يې د سوداګريزو مالونو په لېږد کې د پام وړ تحول رامنځته کړى دى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.