ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”ښځې دې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي”

”ښځې دې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي”

author avatar
2 Dec 2014 - 13:55
”ښځې دې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي”
author avatar
2 Dec 2014 - 13:55

جلال اباد (پژواک ١١لېندۍ ٩٣): په ننګرهار کې د ښځو چارو فعالين او يو شمېر چارواکي وايي ، چې ښځې دې له خپلو روا حقونو څخه په هر حال دفاع وکړي.

دغه څرګندونې دوى نن دننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ کې د ښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي نړيوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال پر ټولو ښځو غږ وکړ، چې د زده کړو د ترلاسه کولو تر څنګ دې د تاوتريخوالي پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

دى وايي چې ښځې بايد خپل روا حقوق تر لاسه او د تر لاسه کولو په موخه دې مبارزه پيل کړي.

مرستيال والي وويل : (( د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى هغه مهال له منځه ځي، چې په دې برخه کې عامه پوهاوى ترسره شي او د دا ډول غونډو لړۍ تر کليو او بانډو هم وغځيږي.))

هغه پر ټولو ارګانونو غږ وکړ چې په ټولو برخو کې دې له ښځو سره مرسته وکړي او هم دې په ادارو کې د وړو ښځو ګومارنه ترسره کړي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل ، مېرمنې بايد له خپلو حقونو څخه په مېړانې دفاع وکړي او هېڅوک پرېنږدي چې ددوی حقونه تر پښو لاندې کړي.

ده وويل چې د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې لسګونه ښځينه پوليسې هم پر دندو بوختې دي، چې بايد يو شمېر نورې ميرمنې هم د پوليسو په ليکو کې جذب او د خپل وطن خدمت وکړي.

هغه زياته کړه: (( زه پر ښځينه پوليسو غږ کوم چې د خپلو زده کړو کچه دې لوړه کړي، څو موږ يې د نورو زده کړو لپاره خارج ته ولېږو.))

دى وايي چې په افغان ټولنه کې باسواده مېرمنې د پوليسو په ليکو کې ډېرې زياتې اغېزمنې ثابتېدلى شي، چې له مخې به يې د ټولنې ګڼې ستونزې هوارې شي.

نوموړي زياته کړه چې په دولتي ادارو  کې د ښځو  ونډه  زياته  شوې ده.

په ننګرهار کې د بشري حقونو د خپلواکې ادارې مشرې صبرينا د يادو غونډو جوړول د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمښت کې اړين ګام وباله او زياته يې کړه چې که امنيه قوماندانۍ نور امکانات لري نو بايد د دا ډول غونډو لړۍ تر کليو او بانډو ورسوي.

هغې زياته کړه : (( که د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره کار وکړو نو په راتلونکي کې به د يوې ښې او روښانه راتلونکې څښتنان  واوسوو.))

د نوموړې په وينا، چې ديارلس کاله د مخه د ښځو ډيری حقوق  تر پښو لاندې شوي وو، مګر  اوسمهال ښځو ته ګڼې اسانتياوې هم رامنځته شوي او  ګڼ پرمختګونه يې تر لاسه کړي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ يوې پوليسې لومړۍ ساتنمنې مدينې پر مېرمنو غږ وکړ چې د پوليسو په ليکو کې دې ځانونه جذب کړي، تر څو د هېواد د خدمت جوګه شي.

د نوموړې په خبره ، چې دوى به له خپل ټول صلاحيت او مسووليت نه په ګټې اخيستنې سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې کار کوي.

د يادونې ده، چې سږ کال په ټول ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې  د تاوتريخوالي شاو خوا ١٥٣ پېښې ثبت شوې وې، چې ډېرى يې د وهلو ټکولو وې.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.