ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ملکي روغتون کې بېړنۍ څانګه پرانيستل شوه

د ننګرهار په ملکي روغتون کې بېړنۍ څانګه پرانيستل شوه

author avatar
3 Dec 2014 - 16:33
د ننګرهار په ملکي روغتون کې بېړنۍ څانګه پرانيستل شوه
author avatar
3 Dec 2014 - 16:33

جلال اباد (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا د ملکي روغتون لپاره نوې عاجله خونه پرانيستل شوه.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د لېندۍ په ١٢مه د عاجلې څانګې د پرانيسې په مراسمو کې وويل چې پر يادې خونې شاوخوا شپږنيم ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د ملګرو ملتونو د اوچا موسسې له لوري ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې د يادې بېړنۍ څانګې ټولې چارې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شوې چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي وويل: ((دغه بېړنۍ خونه ٢٠ بيسترونه لري چې د ښځو او نارينه و څانګې يې جلا دي او اړوند  ملحقات هم لري.))

دى وايي چې د يادې خونې په جوړېدو سره به د عامې روغتيا د ملکي روغتون هغه ستونزې چې پخوا يې د عاجلو ناروغانو په برخه کې لرلې حل شي.

د نوموړي په خبره چې ياده عاجله خونه په نوې او عصري وسايلو سنباله ده چې له مخې به يې ستونزې راکمې شي.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين د يادې خونې په پرانيستې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د عامې روغتيا په حوزوي روغتون کې د عاجلې خونې په جوړېدو سره به د ستونزو په کچه کې کمښت راشي.

ياده دې وي چې د ننګرهار حوزوي روغتون يو له هغو روغتونونو دى چې د هېواد د ختيځو ولايتونو ډېرى ناروغان ورته راځي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.