ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زورواکي د اروزګان په چوره کې د دولتي پارک جوړېدو مخه نيسي

زورواکي د اروزګان په چوره کې د دولتي پارک جوړېدو مخه نيسي

author avatar
6 Dec 2014 - 12:26
زورواکي د اروزګان په چوره کې د دولتي پارک جوړېدو مخه نيسي
author avatar
6 Dec 2014 - 12:26

ترينکوټ (پژواک ۱۵ لېندۍ ۹۳): د اروزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د ځينو زورواکو له خوا د يواځېني دولتي پارک د جوړېدو مخه نيول کېږي.

د چورې ولسوال حاجي عبدالمالک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځينو زورواکو په دې ولسوالۍ کې د يوه جوړېدونکي تفريحي پارک چارې بندې کړي او د دې پروژې مخه يې نيولې ده.

هغه زياته کړه چې دغه پارک د ولسوالۍ په مرکزي برخه کې د ماشومانو د ساتنې د نړيوالې ادارې (save the children international) له خوا جوړېږي او چارې يې په رسمي ډول پيل شوې هم وې.

خو ولسوال وايي چې څو ورځې وروسته د ځينو سيمه ييزو زورواکو له خوا د دغه پارک د جوړوېدو مخه ونيول شوه او اوس يې کارونه ولاړ دي.

د نوموړي په وينا، د دې ولسوالۍ ځوانان او عام خلک د ياد پارک جوړېدو ته سخت لېوال او خوشحاله دي، خو زورواکي او نامسوول وسله وال پر دوى دا خوښي نه لوروي.

ولسوال وويل چې ياد کسان غواړي دا پروژه په خپله ګټه وکاروي او د پروژې کارونه په خپله پر مخ بوځي.

د نوموړي په وينا: ((ځيني کسان د هغو پروژو مخه نيسي، په کومه کې چې ورته ګټه نه کېږي دوى هره پروژه په خپله ګټه تکميلول غواړم.))

ولسوال وايي چې دغه زورواکي غواړي په دې ډول پروژو کې خپل کسان په دندو وګوماري او پخپله ګټه پروژه وکاروي.

د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه پارک د کارونو پر بندېدو خواشيني څرګندوي او د هغې د ژر تر ژره پيلولو غوښتنه کوي.

حاجي عبدالرحمن چې د ياد پارک تر څنګ دوکان لري پژواک ته وويل چې د پارک د جوړولو چارې په ښه توګه روانې وې، خو څو ورځې کېږي کارونه يې بند شوي دي.

د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ ځوانان د تفريح لپاره بل ځاى نه لري او بايد چې دغه پارک ژر تر ژره جوړ شي.

په اروزګان کې د يادې موسسې د دفتر مسوول ډاکتر ضمير پرواک اژانس ته وويل چې د دوی له لوري په چورې ولسوالۍ کې څو ورځې مخکې د يوه پارک جوړولو کار پيل شو، خو هغه وايي چې اوس دوى خبر شوي ځينو کسانو د ياد پارک چارې بندې کړې، خو نه پوهېږي چې هغوى دغه کار ولې کړى دى.

د نوموړي په وينا، دوى دغه ستونزه له مرکزي دفتر سره شريکه کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.