کابل (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د افغانستان مخکنى ولسمشر حامد کرزى په يو غير رسمي سفر چين ته تللى دى.
په کابل کې د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د لېندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغه پرون له کابله چين ته ولاړ.
سرچينې زياته کړې، چې د کرزي دغه سفر شخصي دى نو ځکه يې دوى په اړه رسنيو ته ډېر معلومات نه شي ورکولى.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکني ولسمشر حامد کرزي تېره مياشت هندوستان ته رسمي سفر درلود او يو شمېر کنفرانسونو ته يې ويناوې وکړې.
کرزي په دغو ويناوو کې پر پاکستان تورونه پورې کړي وو چې د ترهګرو ملاتړ کوي او ګواښنه يې کړې وه چې هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د پاکستان او هند د نيابتي جګړې پر مرکز بدل شي.
د يادونې ده، حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال له چين او هندوستان سره نږدې اړيکې لرلې او دغو هېوادونو ته يې ډېر سفرونه هم درلودل.
د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي چې لومړى هند او اوس چين ته د حامد کرزي سفرونه افغان حکومت ته هم ګټه رسولى شي او هم زيان.
هغه پژواک اژانس ته وويل، که افغان حکومت هند او چين ته د کرزي په لېږلو سره غواړي پر غرب او په ځانګړې توګه پر امريکا فشار واچوي، څو يې غوښتنې ومني، په دې کې ګټه ده.
د ځلاند په وينا، د کرزي سفرونه زيانمن له دې امله ثابتېدلى شي چې د افغانستان حکومت له ناټو او امريکا سره ستراتيژيک او امنيتي سندونونه لاسليک کړي او د کرزي په دغو سفرونو سره کېداى شي په هېواد کې دننه سياسي تاوتريخوالى رامنځته شي.
دى وايي، حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې د غرب او امريکا پر وړاندې منفي دريځ خپل کړ او اوس غواړي چې د سيمې د يوې مطرحې سياسي څېرې په خپلولو سره په سيمه کې يو شرقي بلاک رامنځته کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن