ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني معيوبين ځانکړى ښوونځى غواړي

د غزني معيوبين ځانکړى ښوونځى غواړي

author avatar
7 Dec 2014 - 16:24
د غزني معيوبين ځانکړى ښوونځى غواړي
author avatar
7 Dec 2014 - 16:24

غزني (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د غزني ولايت معلولينو او معيوبينو د غزني ښار د پاکولو په کمپاين کې په برخې اخيستو سره غوښتنه وکړه چې د  زده کړو زمينه دې ورته برابره شي.

لسګونو معيوبينو او معلولينو د لېندۍ په ١٦مه د غزني ښاروالۍ له کارکوونکو سره په ګډه د ښار بېلابېل واټونه پاک کړل او غوښتنه يې وکړه چې خلک دې د ښار په پاکوالي کې ونډه واخلي.

فريده چې پر دواړه پښو معيوبه ده او د لکړو په مرسته يې د ښار سړکونه جارو کول، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د دې لپاره مو په ښاري پاکارۍ کې ونډه اخيستې چې د خپل وجداني مسووليت تر څنګ خلک بايد وپوهېږي چې د کار کولو جوګه يو.))

دې غوښتنه وکړه چې د معيوبينو او معلولينو لپاره بايد د سواد زده کړې د کورسونو تر څنګ بېل ښوونځي هم ورته جوړ شي.

هغې زياته کړه: ((بايد په غزني کې نابينايانو، معيوبينو او معلولينو ته ښوونځي جوړ شي، څو په کې خپلې زده کړې وکړي.))

قاري لعل محمد چې له مور زاده نابينا دى وايي، هيله لري چې زده کړې يې کړې واى او د ښه منصب خاوند واى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د ښاري پاکوالي په کمپاين کې يې د دې لپاره ونډه اخيستې چې خلک بايد پر دوى باور ولري چې کار کولاى شي.

د غزني د معيوبينو او معلولينو د ټولنې مسوول پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروالۍ له کار کوونکو سره سلګونو معلولينو او معيوبينو د ښاري پاکوالي په کمپاين کې ونډه اخيستې ده.

هغه وويل: ((دا زموږ وطن دى او موږ خپل وطن پاک ساتو او پر پاکولو يې وياړو.))

نوموړي هم غوښتنه وکړه چې حکومت دې پر دوى باور ولري او د دوى لپاره دې ځانګړي ښوونځي جوړ کړي.

په غزني کې د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالکريم نورزي پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې شاوخوا ٦زره معيوبين، معلولين او نابينايان شته چې د مرستندويو د مرستې تر څنګ ورته حکومت هره مياشت معاش ورکوي.

دی زياتوي پر دې سربېره د سويډن موسسې په دغه ولايت کې معلولينو او معيوبينو ته د سواد زده کړې  کورسونه هم جوړ کړي دي خو په وينا يې بسنه نه کوي.

نوموړی وايي، څو ځلې يې اړوند ادارو ته وړانديز کړى چې په غزني ولايت کې دې معيوبينو او معلولينو ته ځانګړى ښوونځی جوړ شي خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

بلخوا د غزني د پوهنې رييس محمدعابد عابد پژواک اژانس ته وويل چې په غزني ولايت کې د معيوبينو او معلولينو لپاره يوه لېسه منظوره شوې چې سږ کال به پرانيستل شي.

هغه وويل چې د لېسې لپاره د ښوونځي تشکيل او نور امکانات برابر دي چې تر رخصتيو وروسته به په کې د معلولينو، نابينايانو او معيوبينو لپاره د زده کړې زمينه برابره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.